سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1408946

ډیر وژړل


2018/30/05

په خپله خاوره  باندې بل  اوور ته  يي ډير  وژړل   

یو مسافر راغې او  خپل کور  ته ېې  ډیر   وژړل 

 

دغه ماشومه  ېې  په  بـدو  کـې سـواره ورکــړې

چې ودیده نو خپل قاتـل ورور ته ېې ډیـر وژړل

 

ستړي دهقان يو ځل خپل لاسو بيا اسمان ته پام کړل            

دومره غریـب وو چې د خان پـور ته ېې ډیر وژړل   

 

کچه کوټـه وه ټولـه شـپـه راڅڅـده پــه غـریــب

بهـر راووت د بـاران شـور تـــه ېـــې ډیــــر وژړل

 

نن يو يتيم ماشوم ته څوک چرته په سوال قار شوې      

د پـلار تصویر تـه ېـې کتل مور تـه ېـې ډيـر وژړل  

 

روښـانه اوښـکې يــي لیـدي نـه شــوې د وږو بــچو  

مور يي رامنډې کړي او تش شکور ته ېـې ډیر وژړل

 

ظاهرجاويد

بېرته شاته