سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1408910

غزل


2018/03/06

  لـــــــــــــــــــــــــږ د حالاتو د ګرمښت لږ د هغې انتظار په خـدای چې مات شوم رانه نه ځي دا د شپې انتظار

 

کلـــــــــــــــــونه وړاندې د وصال په ارمان مړ يو سړی کلـــــــــــــــــــونه وروسته لا کوي ستا د وعدې انتظار

 

ســـــــــــتا د وصال د ګلورين ماښام خاطر دی چې زه دا دی تر اوسه لا کـــــــــــــــــــــوم د دې شېبې انتظار

 

مــــــــــــــــا مې د ژوند په ډېرو ورځو خاورې واړولې ګــــــــــــوندې زرغون شي ګلورين د سه شنبې انتظار

 

بريالــــــــــــــــــــــــه ! نه شي پر بستر د بدنصيبو ارام ناست د اغـــــــــــــــــــــــزيو پر سرو کوه د دې انتظار ۱۳۹۶ -۷ - ۱۷

وحیدبریال

بېرته شاته