سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1408919

افغان ملت ګوند او احدي


2018/06/06

که څه هم زه سیاسي سړی نه یم او په سیاسی مسایلو مې چندانې سرهم نه خلاصیږي خو دافغانستان سیاسی څیرې مې مطالعه کړي دي، خو بیا هم دیو افغان فرد په څیر دا حق لرم چې ددغو سیا سي شخصیتونو په اړوند خپل نظر څرګند کړم .

دافغانستان په سیاسي شخصیتونو کې یو هم خدای بخښلی ارواښاد انجنیر غلام محمد فرهاد و چې په پاپا سره یې شهرت درلود او په 1966م زېږيزکال کې یې د افغان سوسیال دموکرات گوند ( افغان ملت ) بنسټ کیښود .

دافغان ملت دګوند پخواني مشران او بنسټ ایښودونکي لکه ارواښاد انجنیر غلام محمد فرهاد او ارواښاد قدرت الله حداد ډیر سپیڅلي او هیوادپال مشران وو.

ارواښاد غلا م محمد فرهاد دمسلک له مخې دبریښنا انجینیر واو یو وخت دکابل دبریښنا شرکت مشر هم پاتې شوی و او دکابل دمیوند واټ یا جادې طراح او انجنیر هم و او په ډیرې هیواد پالنې سره یې ددغې جادې په ودانولو کې پخپله کارکاوه او دهیواد پالنې په احساس سره یې دافغانستان سره مینه درلودله. یو وخت یې دظا هر خان دواکمنۍ په وخت کې ځان دولسی جرګې غړیتوب ته ځان کاندید کړی و او دکابل په پل خشتي جومات کې به ناست واو هلته یې دسترخوان غوړولی و او څو وچې ډوډۍ او یو څه ګندنه یې پر دستر خوان ایښې وه او خلکو ته به یې ویل چې زه خو خلکو ته پبیسې او پولاوونه او رشوتونه نه شم ورکولی او نه هم دځان لپاره څوک په پیسو اخیستلی شم که څوک دغه وچه ډوډۍ او ګندنه راسره خوري

رادې شي که راته ووټ راکوي او که نه یې راکوي نو کور دې ودان وي .

همداراز دافغان ملت د اووه نیزې چلوونکی ارواښاد قدرت الله حداد هم یو ښه لیکوال او تاریخپوه و چې ډیرې علمي مقالې ترې پاتې دي او پښتو ژبې ته یې دقدر وړ خدمتونه کړي دي .

دافغان ملت نور مشران لکه ښاغلی ډاکټر محمد امین واکمن ،ارواښاد شمس الهدا شمس ، ارواښاد شهید یوسف میړنی، ، یقین یو سفزی او اوسنی مشر ستانه ګل شیرزاد هم ددغه ګوند مشران پاتې شوی دي ، خوزما په آند دپښتنو زړونه دښاغلي ډاکټرانور الحق احدی نه چې هغه هم دافغان ملت ګوند مشر پاتې شوی دی په دې بد دی چې وایی دکرزي په رژيم کې یې دشمالي ټلوالې دمشر مسعود ستاینې کولې او هغه ته یې آمر صاحب شهیدخطابونه کول او دشمالي ټلوالې له ویرې یې خپله څوکۍ اوخپل پوزیشن ساته .

خو دغه احدی اوس بیا تللی اودنورو خاینو جنګسالارانو سره یوځای شوی چې دا دافغان ملت پر ګوند یو تور دا غ دی . ښاغلي احدي ته دانه ښایی چې ځا ن دیوه خاین او معامله ګر جنګسالار عطا محمد نور او نورو مردارو او پلیدو څیرواو دملت دقاتلینو او جنګسالارانو په پښو کې ور وغورځوي او یا هم ورسره پټې معاملې وکړي او ائتلافونه ورسره جوړ کړي .

ښاغلي احدي چې ځانته سیا ستپوه او ډاکټر هم وایی او بیا دغسې کارونه هم کوي دده سیاسي پرستیژ یې زیانمن کړی دی او دافغان ملت ګوند په اړوند یې هم دخلکو په زړونو کې شکونه پید اکړي دي .

البته داز ما برداشت دی ښایی دده مریدان او پلویان به زما سره همغږي نه و ي ،لاندینۍ ویډیو هم ورسره وګورئ !

https://www.youtube.com/watch?v=xLeiJKjzO0U

ډاکټر لطیف یاد

بېرته شاته