سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9884
ټول لیدونکې
1450903

اپانډي سایټس APPENDICITIS:


2018/07/06

    په کوم ځای کي چي غټي اووړې کولمې يوځای کیږي هلته په وتلې بڼه یوه وړه غوندي کولمه ده ،چي له ۴څخه تر ۶ انچوپوري اوږدوالی لري که چیرته په دې کي څه پړسوب یاالتهام پیداشي ،نواپانډي سایټس ورته وایي .اسباب : په Appendixکي دمایکروب واقع کیدل،دخوړویاسختوموادوپه ذریعه زخمي کیدل ،دزوریاوزن دپورته کولوله کبله هلته ورم یاالتهام جوړیدل ددې ناروغۍ اسباب بلل کیږي .نښې:دنوم شاوخوایوناڅافه دردپیداکیدل ،چي له هغې وروسته دردښي اړخ ته ترپښتیولاندي ترسپوخته پوري امتدادپیداکوي .له دي سره ناروغ کانګي کوي ،ناروغه پښې نه شي غځولی اودښي اړخ پښهیې غونډه کړې وي داپانډیسټ پرځای په زوره سره شدیددردپیداکیږي،دناروغ نبض تیزاودتودوخي درجه يي لوره ويدرملنه :ناروغه ته ددرددکمښت په خاطردخوب اواسهال داروورنکړئ ،کنه نوناروغ به پخپل لاس دهلاکت کندي ته وخورځوئ . که چیري ناروغ ډیرپه تکلیف وي اوپه خیټه کي یې سخت درداوکشش وي ،چي په معمولي لاس وروړولوسره دسخت درداحساس کوي ، په ناروغ یخي خولې راځي اولاس وپښې یې یخ وي ،ژریې روغتون ته ولیږئ، پورتنۍ نښي دکولمې په پوره پړسیدلواوچاودلودلالت کوي، چي په خیټه کيدفاسدواوزهري موادودخپریدولامل کیږي داډیرخطرناک عمل دی،چي دناروغ دمړیني لامل ګرځي . ښه درملنه یې اپریشن دی .لارښوني :ناروغ ته جلاب ،خوب راوستونکي درمل )دافین مرکبات(اودخیټي مالش منع دی .دناروغه پرخیټه دګرمواوبومشکولهکیږدئ ،دناروغه ملاته تکیه کیږدئ ،اوغځیدلی یې څملوی ملااوسریې له پښوڅخه

فراحت-لمر

بېرته شاته