سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9782
ټول لیدونکې
1279871

دسولې اختر


2018/11/06

 

 

 

جانان چې راغی هغه يواخترمې دوه اخترشو

دمسافر لالی راتلوسره سره اخترشو

 

سهارپه طمعه وم چې راشي کوم دسولې خبر

دخوشحالې ناره کوڅوکې وه خپره اخترشو

 

ما سور گلاب خپلو ويښتانوکې هم وټومبلو
جانان خندل په زوره زوره ويل پوره اخترشو

 

نکريزې کيږدئ په لاسوکې نيکمرغي راوالي 

مورجانې ستادخولې خبرې وي هغه اخترشو

 

خدايه په لپوکې دعاگانې تل دسولې غواړم
خوښي پلوکې ټولوم جانان سره اخترشو

 

ياالله زمادډيرعمروارمان دسولې خبر 

چې مرورپخلا کوي زمادزړه اخترشو

 

زماهيوادوالومبارک موشه دسولې اختر

سوغات دمينې درليږمه نزرانه اخترشو

 

زرلښتې پورته شه دعادمينې تل قبليږي

دجانان مينه تل ليموکې خپل ساته اخترشو


دافغانستان حکومت اودطالبانولمړۍ دسولې اختر
کالگري-البرتا-کاناډا

زرلښته حفيظ بشريار

بېرته شاته