سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9803
ټول لیدونکې
1338002

لونګ او لونګین په پښتو لنډیو( ټپو) کې


2018/20/06

په پښتو ټپو( لنډیو) کې دلونګ او لونګین په اړه ډیر ې لنډۍ ( ټپې ) لرو . لونګ هغه دانه ده چې تور رنګه یا قهوه‎ یي رنګ لري او په انګریزي کې ورته  (clove)  وايي چې په اومه حالت کې تر ډېره شنه او سره ښکاري. دا بوټی تر ډیره د هندپه جنوب ، اندونیشیا او ملیشیا کې شهرت لري او ډېر پخوا ترې کار اخیستل شوی دی. ویل کېږي چې په اندونیشیا او ملیشیا هېوادونو کې خلک د لونګو سګرټ هم څکوي.   د آسیا په سویلي هېوادونو کې تر ډېره خلک دنورو مسالو سره یوځای په خوړو کې دلونګو کار اخلي او په ټېره بیادلونګو نه دعطرو ، چایو.درملو او کریمونو په جوړولو کې ګټه اخلي چې خوشبویه شي. د افغانستان په پښتني سیمو لکه خوست، لوګر، پکتیا ،پکتیکا ، خوست غزني ، کندهار ، زابل ، ننګرهار ،لغمان ، کونړاو پکتیکا کې خلک اوپه تیره بیا کوچیان لونګ د ښکلا او خوشبویې لپاره کاروي. په یادو ولایتونو کې پېغلې او ناوې د لونګو نه دغاړې امیلونه او ځونډي جوړوي چې بیا یې پر کمیس ټومبي. دلونګو نه جوړشوي امیل ته په پښتو کې لونګین وایی چې په پخوا وختونو کې لونګين د ناوې د پسول يوه لازمي برخه وه .په خوست کې کله چې ناوې د خاوند کورته ځي نو د دوه وړې کڅوړې لونګ د ډالۍ په توګه ورکوي.باید وویل شي چې لونګ تیز بوی لري اوپه کوم صندوق کې چې وریښمینې جامي پرتې وي او ورسره لونګ ایښودل شوي وي هغه جامې دچینجیانو نه خوندي وي . دادی په لاندې ډول تاسو ته دلونګو په اړوند څو لنډۍ ( ټپې ) لیکم:  سپوږمیه سروهه راخیژه  یار دلونګو لوکوي ګوتې ریبینه لونګ کرمه لوبه ګډ کړم چې لو مې ګډکړ یاره تا به راولمه داته چې لاړې مساپرشوې  د شنو لونګو کښت به څوک ریبي مینه بارانه مه اوره لږتم شه  لیلا لونګ په درمندو شیندلي دینه که چا لونګ لېدلې نه وي پېغله خولې که د لونګو بوی یې ځینه په غرونو تورې لړې راغلې ښکته یې یووړل د لونګو درمندونه خاونده بیا دې پسرلۍ کړو له وچه ډاګه د لونګو بوی راځینه خلگ مې توره توره بولي تورخو لونگ دي پا چاهان یی بویوینه ټینګه می مه نیسه په غیږ کی سبا به بوی دلونګین درڅخه ځینه. دلونګین په لړ راخیژه په اوږۍ شپه کړه دچارګل وکړه سیلونه تور لونګین په ژړا راغى ماته روپۍ په سينه ځاى نه راکوينه

ډاکټر لطیف یاد

بېرته شاته