سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9803
ټول لیدونکې
1338015

سوله یعنې څه او څه ډول سولې ته رسیدلای شو؟


2018/20/06

  په لنډ ډول ویلاي شو چې سوله د جنګ، ډز او ډوز، مقاتلې او ځورني درول دي او د متخاصمو ډلو ترمنځ د اعتماد فضا را منځ ته کول دي ترڅو د امنیت لپاره زمینه برابره کړي او امنیت دټولو وګړو- که متخاصمي وي او غیر متخاصمي وي- له هر ډول ویري- که د جګړي، غربت، فقر، ناپوهي، بي اتفاقي، تجاوز، بي کاري، ساسي انزوا، ټولنیز او اقتصادي محرومیت، برترۍ او هري بلي وجي وي- له منځه وړلو یا حد اقل کمولو ته وايي. د پورتني توضیح په نظر کې نیولو سره لومړي باید سوله راشي، بیا پر امنیت کار وشي. ځکه چې سوله سیاسي پرېکړو او امنیت هراړخیزه اقتصادي، سیاسي، اجتماعي او خدماتي پروګرامونو ، پالیسیو، ستراتیژیو او پروسو ته ضرورت لري، البته د هغو سیاسي پرېکړو او توافقاتو په نظر کې نیولو سره چې د متخاصمو ډلو ترمنځ ورباندي توافق شوی وي.لسهغه ټکي غواړم بیان کړم چې د سولې د لارې خنډ دي، او د مخالفینو او دولت ترمنځ ګډو سیاسي پرېکړو لپاره ورته اړتیا لیدل کیږي. 1.    د تورلست موضوع:د چا واک دی؟ کوم کسان په تور لسټ کي پاته شي، که ورنه ټول لري شي؟ او آیا تور لسټ باید د خبرو مانع شي او کنه؟ او دې ته ورته پوښتني. 2.    دنظام نوعیت:آیا مخالفین په اوسني نظام توافق لري او که په کې بنسټیز تغییرات غواړي؟ آیا وړاندیز شوي تغییرات معقول دي او کنه؟ آیا تغییرات د منلو وړ دي او کنه؟ كه تغييرات د منلو وړ وي، څه وخت راشي؟ آیا د تغییر د نه منلو سره سره سوله خبري کېداي شی او کنه؟ سیاسي واک ته د رسیدو کومه لاره غوره ګڼي؟ انتخابات، سوله اییزه سیاسي مبازره، او که مسلحانه چلند؟! 3.    له مخالفینو سره خبري کول:دچا اوکومي ډلي سره او په کومه کچه خبري وشي؟ آیا د ټولو ډلو غوښتني یو ډول دي که ترمنځ يي اختلاف شته؟ آیا نړېوال غواړي چې له هرچا سره د خبرو پروسه ملاتړ کړي او کنه؟ چېرته ورسره خبري وشي؟ دمنځګړو له لاري او که نیغه په نیغه؟ په خپل هېواد کې او که په بل هېواد کې؟ له هري ډلي سره بیلي بیلي او که یوځاي خبري وشي؟ 4.    دبهرنیانو موجودیت په افغانستان کې:د دې شرعي جواز څه دی؟ د نړېوالو میثاقونو او اسلامي قوانینو په رڼا کې د ټولو مخالفينو ګډ دریځ څه دی؟ آیا ټول په دې اړه یوه خوله دي او کنه؟ په دې اړه د ګاونډیو هېوادونو دریځ څه دی؟ دهرې مخالفي ډلې ددریځ حد څومره دي؟ آیا ددوي په موجودیت کې خبري او سوله ییزه تګلاره خپرول ممکنه ده او کنه؟ 5.    دجهاد موضوع:د موجوده نظام په خلاف د جهاد کولو شرعي او قانوني جواز شته او کنه؟ آیا د افغانستان ټول عالمان، د عالم اسلام او سیمي د هېوادونو عالمان د مخالفینو مبارزي ته جهاد وايي او کنه؟ 6.    دالقاعده، اسامه او طالبانو د اړیکو څرنګوالی:دا اړیکي د اسلام، افغانستان په ګټه دي او که په تاوان؟ په دې اړه اسلامي دریځ څه دي؟ 7.    د ګاونډیو هېوادونو د نقش کچه او څرنګوالي:د ټولو پورته موضوعاتو په اړه د ګاونډیو هېوادونو مثبت او منفي نقش څه ډول دی؟ آیا ټول ګاونډیان یو ډول دریځ لري او کنه؟ آیا له ګاونډیو هېوادونو سره د اختلاف په حال کي تفاهم او توافق کېداي شي او کنه؟ 8.     د جګړي ابعاد:یوازي سیاسي او که اقتصادي، فرهنګي او که ټولنیز؟ آیا ایډیالوژیکي ده، که نور ابعاد هم لري؟ د ټولو ابعادو په اړه د مخالفو ډلو دریځونه څه دي؟ آیا تاریخي بعد هم لري او کنه؟ 9.    دجنګي جنایتونو او د بشر د حقونو موضوع:څوک جنګي مجرم او یا د بشر د حقونو سرغړونکي دي؟ دا پرېکړه به څوک کوي؟ حدود او ثغور به يي څه وي؟ دوي و بخښل شي او کنه؟ د بخښلو واک له چا سره دی؟ که محاکمه کېږي، څوک به يي محاکمه کوي؟  10. دعامه معنوي او مادي شتمنیو موضوع:ځانمرګي روزل ، ملکي تلفات کول، د عامه شتمنیو لکه ( داوبو بندونه، مارکیټونه، دعامه ګڼي ګوني ځایونه، پل، پلچک، ښوونځي، لويي لاري، باغونو، ونو، زراعتي حاصلاتو، دولتي او غیر دولتي وداني او نورو ورانول او پکې ماینونه ايښودل یا پکې چاودني کول)، د قومي مشرانو، دیني علمانو، سپین ږیرو، ملي سوداګرو، ښځو، دولتي ملکي مامورینو ویرول، تښتول او وژل. په دې اړه باید د اسلام، افغانیت، انسانیت او نړېوالو اصولو په رڼا کې ګډ دریځ څرګند شي. پورتني ټول موضوعات که حل نشي، سوله نشي راتلای او نه د اعتماد فضا را منځته کېداي شي نو چې سوله نه وي امنیت او بیارغونه هیڅکله نشي راتلای. د سولي د راتګ لپاره په ټولو پورته موضوعاتو د مخالفینو او حکومت ترمنځ ترهرڅه دمخه سیاسي توافق، تفاهم او تایید ته ضرورت دی. پورته موضوعات له بلي هري لاري نشي حل کېدای، یوازي سیاسي او شرعي پرېکړو ته ضرورت لري.

ملکه افغان

بېرته شاته