سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9803
ټول لیدونکې
1338013

ولور – لنډه کيسه


2018/22/06

ټکنده غرمه وه لمر د معمول په خلاف نن ډېر ګرم و، له ښونځي څخه راوران کور ته له رارسيدو سره مې د ماشومانو غږونه واوريدل، يوې او بلې خوا ته يې منډې وهلې؛ د مور مې زما خواته پام شو راروانه شوه زوى جانه مبارک- مبارک کوزده مو درته وکړه د بر کلي د سدو اکا لور مرجانه هغه چې په وړوکوالي کې به مو يو ځاى پسونه څرول، پلار مې هم راغى، ول زويه مبارک شه کوزده مې درته وکړه، خوشحال شوم؛ خو په زړه کې مې راتيره کړه کاش چې ښونځى خو مې يو وار خلاص کړى وى، پلار مې په کراره وويل: زويه خوسر دې ډير ظالم دى پوره اوه لکه افغانۍ يې رانه واخيستې، ټکان مې وخوړ اوه لکه! خو پلارجانه ما لا ښونځى ندى خلاص کړى او بيا اوه لکه ولور به له کومه شي، مورجانې مې په سر لاس راکش کړ، پلار مې د ډاډ په پار راته کړه: ځمکه به څرڅه کړم خو ستا ډولۍ به پرې راوړم. کال تير شو دوولسم ټولکي ته دوهم نمره بريالى شوم، ژمى هم تير شو. ماذيګر مهال له مور سره مې ناست وم، مورجانې سږ کال به که خداى کول اول نمره شم ټول ژمى مې سخته خوارې ايستلې، هو زويه حتماً به اول نمره کيږي، پلار مې وارخطا راننوت اوږده ساه يې وايسته کيناست، مور مې د چايو پياله ورته ډکه کړه، سور- سور يې غوړپ کړ ول ښځې سدو کروندې ته راغلى و، چې لور مې واده کړه يو کال خو مې صبر درته وکړ تر څو به ناسته وي، مال سمه ده دولکه افغانۍ مې ځمکه کيږي خرڅه به يې کړم نور راته يو څخه وخت صبر وکړه، زوى به مې هم له زدکړو خلاص شي د خپلوۍ کار دى ګوزاره به سره کوو، ویل نه چې ټولې رانکړي نه يې در کوم او سږ به يې خامخا ودوي، چې وس مو نه درلود ولې مو زما لور بندوله!؟ ماښام مور راته ويل ولاړ شه! زويه دا ډير وخت نه يې ورغلى، ور روان شوم، مال پلار ته مې ډاډ ورکړه؛ ځه زه ورته وايم مرجانې ته مې سلام وايه زويه. ما ويل: مرجانې دادا دې پلار جان ته د واده ويلي و، چې سږ کال به يې خامخا وړى، مونږ پيسې هم نلرو ټوله ځمکه مو دوه لکه افغانۍ کيږي، د معمول پشان يې د سر ويښتان په زوره راته کش کړل، په مخ يې څپېړه راکړه، چې د مومنخان پشان دې تر هندوستان تير نکړم نه دې پريږدم څه اوبو خو نه يم راوړې، ترخه موسکا په شونډو راغله سهار همداسي را روان شوم. اختر تير شو څلور مياشتنۍ ازمونيې مو هم پاى ته ورسولې، کور ته راغلم پلار مې ډير پريشان معلوميده، مال پلار جانه ولې خفه يې؟ واى زويه نور به په څه خفه شو سدو نن بيا راغلى او، ویل ځان دې تيار کړ کنه. د حافظ جان دمورکۍ ارمان شاوخوا په ټولو خپلوانو وګرزيدو خو چې هر څه مو وکړل، ولور نه پوره کيده. د مکتب رخصتياني لا نوې خلاصې په ټولو خپلوانو راتاو شوم، خداى په اماني مې واخيسته د خوسر کور ته ولاړم نه، د دوبي په ګرم موسم کې له شپو ورځو پياده او سپاره مزل وروسته ، د ايران خاورې ته داخل شو، له لسو کسانو څخه يوازې شپږ تنه تهران ته ورسيدو دوه تنه رانه په يو کړنګ کې ولويدل او دوتنه، غلو په لاره کې رانه، وويشتل د يوه سلګۍ مو تر ډيره اوريدلي خو د مرستي هيڅ وخت مو نه درلود کنه بيا زموږ شرنوشت هم د دوى په څير کيده، له يوه ايراني سره مې د ډبرو جوړوني ” سنګ بورۍ” په کار خانه کې په نسبتاً کمه تنخوا مې کار پيل کړ. وختونه همداسي تيريدل، کله به چې له وطنه څوک راغلل د مور او پلار ليک به يې راته راووړ لږ به مې زړه تسکين شو کله به بيا يوه پيته هم راوسيدله، د مور او پلار نه به مې زړه ډاډه شو، بار- بار به مې د دې لپاره اوروله چې زړه مې پرې تسکين شي، ما به هم کله- کله يو ليک ور واستاوه د ځان په اړه به مې ډاډ ورکړ څه پيسې به چې په لاس راتلې د ډاکخانې له لارې به مې ورليږلې. د مرجانې ورستي چلند مې بلا شکونه په زړه کې راپيدا کړي و، کيداى له بل چا سره مينه ولري کنه داسې خو نوه. څه به يې کوې چې خداى نوي وژلي نه مړه کيږي، له سختي ستړيا راباندې خوب راغلى و، يو ويره وونکي غږ راويښ کړم خو نور نه يم خبر، له دريو شپو ورسته د تهران په يو روغتون کې راپه خود شوم، شا او خوا مې کتل چې يوه کوټه کې پروت وم، ډاکتر سوکه را وړاندې شو، دستګاه دې چالانه پريښې وه په پښه دې ډبره رالويدلې، هډوکى يې مات دى، په څلور پنځو مياشتو کې ښه کيږى، څو شپې ورسته يې له روغتونه رخصت کړم، د کارخانې مالک راته يوه کوټه راکړه پنځه مياشتي مې همالته بيکاره تيرې کړې، په همدې ترتيب شپږ کاله پوره شول پلار راته ليک راوليږه: زويه ولور مې خلاص کړ يو څه مې د ځمکې پيسې ورکړې نورې ستا شولې لږ نورې راوليږه چې د واده مصرف پوره شي نور راځه. شپږ کاله او پنځه مياشتې ورسته راغلم، مورجانه او پلار جان مخي ته راووتل، مور مې په تندي ښکل کړم کور ته ولاړم، مرجانه په کوټه کې يوازې وه تر وره پورې راغله، ټينګ يې په غيږ کې ونيولم له ژړا يې ټول وجود ريږديده، سپين ږيرى شوى يې، څه وکړو ستا د ولور غم و، د تل په څير يې نرى موسکا په شونډو راغله، سر يې له ما هم زيات سپين شوى و، ویل هو داسې خو ده.  

عبدالرحيم مطمئن

بېرته شاته