سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9871
ټول لیدونکې
1426775

دافغانستان دشريفوخلکودښمنان


2018/03/07

 

دافغانستان شريف خلک مرکزی قوی عادل با انصافه حکومت غواړی په وطن کې ارام په امن اوسوله کې ژوند غواړی يوه مړی وچه ډوډي غواړی چی خپله ګذاره پری وکړی بدبختانه داپنځه لسيزی داور په لمبوکی کباب شوه  پردی جنګونه دلته راغله افغانان دپرديو دګټو قربانی شوه  منافقو ګاونډيانوافغانان سره په فرقو وويشل اوترننه پوری ئی جنګوی دافغانانو په تندی کله سپينی اوسری ټاپی وهی اوکله بيا شنی اوتوری تاپی وهی اود سردار داودخان دوخت نه راپدی خوائی سره په جګړو ئی اخته کړیدی ٠دافغانحکومت جګړه دافغان طالب سره ندی داجګړه دپاکستان دحکومت سره دی طالب  يوتش نوم  اويوه بهانه ده٠

نن سبا دامنافقانو ښکاره بربنډی دبين الدول دټولو قوانينواوصولو اومقرراتو خلاف تعرض اوتيری کړيدی افغانانوته مالی اوځانی تاوانونه اړوی ٠

افغان حکومت پداخل کی څوډلی مخالفين لری چی دحکومت په لوړو څوکيو مقرردی اودحکومت ريښی قطع کوی  قانون ترپښولاندی کوی رشوت خوری قاچاقبری کوی  شخصی اودولتی جايدادونه غصبوی پرديوهيوادونوته جاسوسی کوی  په سنګر اودفتر دواړو کې جنګيږی لکه دوه سری ماران دافغانستان په شريفو خلکو ئی دوه خولی لګولی دی او وينی ئی زبيخی ٠

بل ناکام اوبدنام حکومت دی دحکومت واکی دهغه چاه پلاس کی دی چی هغوی دحکومت کولوشايستګی لايقت اوسياسي جرات نلری هرڅوک چی سترګی ورته بره ګی کړی جذيه تری اخيستلای شی اوچی پښی ورته ودربوی بيانودقانون ملا خپله دحکومت واکداران  ورته ماتوی اودفسات زمينه ورته مساعده وی دامرکزی حکومت نظم ودسپلين کنترول اواداره نلری دشخص ريس جمهور دواړه مرستيالان غله اوقاتلين ساتی او حمايه کوی چی ددی نه مستند ښه مثال نشته دی ٠

اوس نو دافغانستان شريف خلکو تاسو قضاوت وکړی چی دکمزوري حکومت کمزوری په څه کی دی ؟دحکومت ريښی دولسونوسره څوک قطع کوی اوقانون څوک ترپښو لاندی کوی ؟مسؤل څوک دی غلا اوجنايتونه څوک کوی؟

په افغانستان کی ولی دوينو سيلاب روان دی ؟پردی ولی ښکاره اوبربنډی مداخلی اوحملی کوی؟ دافغان قوی مسلکی وطندوست فوځ چاه ټوټه ټوټه کړو؟توپونه ټانګونه الوتکی راداراوراکټونه چاه کباړکړو؟دافغان ملی افتخارات دمسلحوقوتونواوپراتيفی نقشی اورازونه چاه خرڅ کړو؟ کابل په کومه ګناه کنډواله شوو ؟دوطن دخلکو زوره ونه اوعام قتل ولی تراوسه روان دی؟په ملی خاينانو ولی مخکی دقضاوته ملی يادګاری څلی جوړيږی ؟يوشريف افغان ته يوه مړی وچه ډوډی اوخپله حلاله تنخواه نه رسيږی اوبل عيشونه کوی ؟

شخص ريس جمهور کرزی ته ليکم  دسپکو سپورو څخه به تيرشم ګيلوته به راشم  داپه کوم قانون کی ده چی يودولتی مامور اوکارګر ته دی شپږو مياشتو پوری تنخواه ورنکول شی؟ هغه اودهغه کورنی خاوری وخوری غلا وکړی قتل وکړی اوکه ځان ووژنی څوورځی مخکی معلمينو اوپرون دکندوز ولايت ډاکترانو دميډيا دلاری شکايت اوګيلی وکړی چی مونږ شپږ مياشتی کيږی تنخواه ندی اخيستی داولی؟ پخوانيو حکومتونوبه دهری مياشتی تنخواه دمياشتی په اخرکی ورکوله اوس داکوم رواج دی چی دهری مياشتی تنخواه په اخر دمياشت کی نه ورکول کيږی ؟ ايا دافغانستان ټول خلک  ستاسو پشان لوی ډاکوان دی  چی داخلی اوخارجی بانکونه ئی ډک دی اوتنخواه ته ضرورت نلری ؟نه داسی نده په افغانستان کی غله دايو څو محدودی کورنی دی نورخلک وږی دی تږی دی احتياج دی تنهاوتنها وچی تنخواه ته ناست دی بچيان ئی وچه ډوډی نلری ستا دنازولی ځوی پشان خارجی بسکټونه ورته نه رسيږی ستادوزيرانوپشان قاچاقبراختلاس ګر اورشوت خواره ندی دخدای دقهرڅخه وډارشه صحی عادل حکومت وکړه دهری مياشتی تنخواه په اخر دمياشت کی ورکړه خلک مه مجبوره وه چی سرکونوته راووځی اويادډيری مجبوری څخه ځان مړ کړی دافغانستان دشريفو خلکو دټولو بدبختيو اصلی عاملين تاسو ياست که نداری کون کاری چرا عرزن ميکاری ؟ افغانان دهری مياشتی په اخرکی خپل حلال حق يعنی خپله تنخواه غواړی٠ ولی افغان په سوريه کی ديوی مړی ډوډی دپيداکو پخاطر مړکيږی؟

اوس بايد افغانان قضاوت وکړی چی دافغانستان دشريفو خلکو دښمنان څوک دی؟  اوددی خلکو دتسلط اوشرنه دخلاصون چاره څه دی؟

 دپارلمان وکيلان دافغانستان دخلکو اصلی نماينده ګان ندی دملا معنوی جعلی وکيلان دی په هرترتيب اوس دخلکو په کورکی ناست دی دمقرريوددلالی په څنګ کی دی دوړومامورينو اوکارګرانو دهری مياشتی دتنخواه داجراکولو غم وخوری اودوزيرانوڅخه دی وغواړی چی هره مياشت تنخواه اجرا دامنم چی موړ دوږی دحاله څه خبردی بياهم که کوم وطندوست وکيل داموضوع راپورته کړی اودوکيلانو بيکفايته بيکاره مصلحتی اومعامله ګر ريس ورسره کمک شی دابه ښه اوپه وخت پوښتنه وی

٠ايادافغان حکومت لوړپوړی به دازادی راډيواوری اوکه نه کوم نارينه به پدی هکله معلومات اوخپل نظر وليکی ٠

افغانان شريف خلک دی نوردجهادی مافيادظلم زغم نلری٠

نوربايدجهادی مافيا اوقاچقبر په افغانانو په زور تحميل نشی

داخلک وطن ته دخدمت کولو وړندی دوی امتحان ورکړو٠

                                                                                په درنښت               

ميامحمد بشريار

بېرته شاته