سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1391769

د ژؤر خفګان لۀدې لامله خبر یاست؟


2018/11/07

    کېدای شي پر ژؤر خپګان اخته کېدل ګڼ لاملونه ولري، خو اوس روغتیاپالانو موندلې چې پۀ بدن کې د ځينو ويټامینونو کمښت پر ژؤر خپګان د اخته کېدو سبب کېږي.
۱- ويټامین B
د (B) ګروپ ويټامینونه چې له وېرې او ژور خپګان سره مستقیمه اړیکه لري، له ډېرې مودې راهیسې د سټرېس د ويټامینونو په نوم هم یادېږي. هغه څېړنه چې په ۲۰۱۳ کال کې شوې ده او پایلې یې په (International Scholarly Research Notices ) ژورنال کې خپرې شوې دي، په ګوته کوي چې د (B) ګروپ د ويټامینونونو کمبود د ژور خپګان لامل کېږي. 
۲- ويټامین C
د (C) ويټامین ته انټي اکسیدان هم وایي، چې د روغتیا لپاره ډېر ګټور دی. څېړنو ثابته کړې ده چې د (C) ويټامین د ژور خپګان د له منځه وړو لپاره ډېره ګټه لري. هغه څېړنې چې په ۲۰۱۵ کال کې شوې، ثابتوي چې ويټامین سي د ژور خپګان د له منځه وړو لپاره تر ټولو ښه نسخه ده.
۳- ويټامین D
د (D) ويټامین کمښت له بد خلقۍ، ډار او ژور خپګان سره مستقیمه اړیکه لري او ان کله کله د سرطاني ناروغیو وېره هم رامنځته کولی شي. څېړنو ثابته کړې ده، هغه کسان چې د دې ويټامینونو له کمښت سره مخ وي، تر ډېره خپه او ستړي ښکاري. د (D) ويټامینونه په کبانو او هګیو کې موندل کېدای شي. لمر ته کېناستل هم ويټامین ډي جوړولی شي او د روحیې د پیاوړتیا لامل کېږي.

مسیر

بېرته شاته