سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9803
ټول لیدونکې
1338005

ملــت


2018/11/07

  ولس يا ملت د ټولنې د خلکو هغې برخې ته ويل کيږي چې په خپل منځ کې يې نېټلکيز ي پېښي،  دوديزي،کلتوري هڅوبيزي کړني سره ورته والى اوپيوستون  ولري، ژبنى، توکميز، پښت ،يا ټبريز او نېټه ليکيزاو جرړيز يوالى ولري. او ياپه بله مانا د هغو خلكو پيوستون ته وايي چې د تاريخ  په اوږدو كې په جغرافيايي، كلتوري او اقتصادي وحدت كې پې يل شوي يانښلول شويوي. يادوصول د يوه ولس غوره تشكيل كوونكي عوامل گڼل كېږي. که څه هم ژبه، نژاد او دين هم د ملت په جوړښت كې مهم رول لري، خو اړينه  نه ده چې د يوه ملت ټول خلك دې د يوې ژبې، نژاد او دين لرونکي واوسي، مګركه چيرې په يوه ملت كې يوه ژبه، يو نژاد او يو دين وي، داملت نوبيايو ډيريوموټى او په معنوي لحاظ به ډير قوي اوکريړ وى. داچي ملت او ولس يوشى دى نوراځو افغان ملت ته.   افغان ملت يولس هغه تاريخي ملت دى چې د آسيا په زړه كې يې د څو زره كلن تاريخ په جريان كې خپل موجوديت ساتلى او تكامل يې موندلى دى. د دغه ملت جغرافيايي موقعيت چې د شرق او غرب ترمنځ يې د څلور لارې لقب گټلى دى، د كلتورونو د تقاطع او تشعشع په توگه د آسيائی تهذيب په جوړښت كې ستره برخه اخيسې ده. افغان ملت ته د آسيا په دې برخه كې د ملي، علمي او عرفاني نهضتونو د علمبردارۍ وياړ ورپه برخه شوى دى چې ځينو متفكرينو ورته د آسيا زړه ويلى دى او په افغانستان كې ورونه قومونه په ملي لحاظ داسې سره نژدې شوي دي چې په گډه يې د غالۍ د گل په څېر يو ملي او كلتوري وحدت پيدا كړى دى او د خپلې تاريخي سيمې گډ ميراث، اوږد تاريخ، مشترك دين او شريك كلتور ددې ملت د استحكام له مهمو عواملو څخه شمېرل كېږي. د افغانستان خاص اقتصادي شرايط چې د استعماري او استثماري لاسوهنو مستقيمه نتيجه ده، دا ملت يوې گډې اقتصادي كړنلارې ته رابولي.        

اجمل جماليار

بېرته شاته