سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9803
ټول لیدونکې
1338003


2018/12/07

د زړه په لار    لاماشوم دزړه په لاروم   زړه راباندي جوړو زه دزړه په مینه مست وم  زړه زماپه مینه موړو مابه یوه ټپه ترې غوښته  ده به لپې لپې راکړې  څه به يې پورکړې له شاعره  ځه بې نورې ترې راغلاکړې  زماپه یاددي کله کله  به دا هم لکه ماشوم شو  سر به يې زماپه غیږکې کیښود ترانې يې رانه غوښتې  دفرهاداودشیرینې  افسانې يې رانه غوښتې زه به ناست لکه اناوم  ورته کړې به مې خبرې  دښادۍ له سپیره بخته  دبې وسویې سندرې  شیبه پس چې به مې وکوت  دابه خوب ورانه وړی  تابه ویل چې لاروی دی  له وږدومزلونوستړی  لارویه هیرمې مه شې  داته څنګه رانه هیرشوي  په خدای ته مې هم زړګي ته  لکه زړه داسي راتیرشوي  له تاڅه پټه چې زړه شوي  زموږدکلي یوه نجلۍ ده  له پستوکوچونه جوړه  تکه سپینه یې خولګۍ ده لارویه دروغ نه دي  دادی لاس مې په زړه ږوده  که دروغ درته ښکاریږي  په خپل زړه مې قسم خورمه  دبنګړوپه شرنګ کې خښې  پوره څلویښت زره سندرې که یې تول کړي څوک ښاغلی کیږي زرمنه شکرې  کله وایم کاش کې زماشي  دابنګړي اوداسندرې  لږخونه دي که خدای راکړې  داپوره زرمنه شکرې  زه پوهیږم پټ پټ خاندې  لیونی درته ښکاره شوم یابیاډکه خوله له پیو کنګلی درته ښکاره شوم زه تنهاخوټولې نه خورم  داپوره زرمنه شکرې هم به ستابرخه په کې وي  هم دزړه هم دسیمرې   دسیمرې نوم مې واخیست  زموږدکورپه خواکې کوردی  هغه ښې ټپې چې وایي  هادښکلې وړانګې خورده  نه نه هغه وړانګه نه چې  دسپوږمۍ غیږکې ځلیږي  نه هغه وړانګه درښیم  چې دلمرترزړه راخیږي  دغه وړانګه زموږدکلي  یوه ساده غوندي نجلۍ ده مهربانه مینه ناکه یوه خوږه یوه ګلالۍ ده خدای دي ډیرې شپې ژوندورکړي  زموږمحل پرې ښايسته دی غضري یې احسان مندیم زماغزل پرې ښائسته دی   

عبدالرحمان غضري

بېرته شاته