سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9834
ټول لیدونکې
1362879

( زرلښته ته ډالۍ )


2018/13/07



قلم دې کر په لر و بر د محبت کوي هره ليکنه دې ستايينه د عظمت کوي
اے د لفظونو جادوګرې د وحدت سفيرې
پښتنه وينه دې رګو کې حرارت کوي
دلګيره نۀ شې د منزل لار وي ازغنه مدام
تحريف هميش د تعميرونو دلالت کوي
دا چې تعمير له يې تحريف کړو د افغان بچي
په خپلو کړو به تر قيامته ندامت کوي
ډير شهيدان شو ډير معزوره او بې کوره زرلښت
مدام تيارې د رنړاګانو بشارت کوي
تيارۀ چې لنګه شي د نوي سهار زيرې راوړي
پلوشين لمر به خاتمه د دې ظلمت کوي
دا چې يې رنګ کړو محلونه د افغان په وينو
دغه تورمخي به نور ژوند د ذلالت کوي
رحم د رب دې زرلښت مونږه زورور پيدا يو
انتظار تل کمزوري خلک د قيامت کوي
د يو يو ظلم به حساب په دا جهان راکوي
څوک چې په لوې افغانستان کې شرارت کوي
والله که څوک يې کړي مجبور د غلامۍ په ژوندون
هغه قامونه چې يې جونې وکالت کوي
زۀ دراني دې د فکرونو اخترام کومه
زما قلم به فخر تل په تا زرلښت کوي
شبير دراني
۸ جون ۲۰۱۶

شبير دراني

بېرته شاته