سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9834
ټول لیدونکې
1362885

غم پېژنم پرهر پېژنم


2018/16/07

 

 
 

ماښام خو پېژنم سحر او ماذدیګر پېژنم 
کېږدۍ هم پېژنم منګی وینم ګودر پېژنم

دومره نادان نه یمه دومره لېونی خو نه یم 
صاحبه بد پېژنم ښه پېژنم شر پېژنم

د ظلم نوم مې په خاپوړو کې له بم واورېده
اوس چې زلمی یمه اوس هم هغه منتر پېژنم

چې به زموږ د زلمکو ترې جنازې راتللې 
هغه سې اور اخلي هغه سې هغه غر پېژنم

وایه نو دلته به د سولې سپرلی کله راځي
وایه نو دلته به تر څو داسې محشر پېژنم

جنګه د کلي هدیره تر کورو ورسېده 
بس که ملا شوم د سلګیو سمندر پېژنم

کړلو حیران د زړه زخمونو لېونی جلاده 
بس که درد پېژنم غم پېژنم پرهر پېژنم

نوراني حیران

بېرته شاته