سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1409432

د پښتو ادب ځلاتده شمع او نومانده شاعره نورین شمع


2018/21/07

  نورین شمع د پښتو د ادبي بهیر هغه روښانه او ځلانده ډیوه ده چې د شعر رنګینو وړانګو یی زمونږ ژبې او چاپیریال ته ادبي ښکلا او ځلا وربښلې او د پښتو ادب او ژبې په پرمختګ او بډاینه کې یې مهم او کاري رول لوبولی دی۰ د اغلې نورین شاعرانه تخیل خورا لوړ او پیاوړی دی همدا لامل دی چې په پوره مهارت یې لفظونو ته هنري رنګونه ورکړی او خورې ورې ملغلرې یې راټولې کړي او په تار کې پیېلي دي۰ نورین شمع د خبلې ټولنې د یوې ویښې، ځیرکې او حساسې غړې په توګه د خپل چاپیریال حالاتو ته ژور نظر کړی، ځارلي یې دي او د روانو حالاتو عکاسي او انځور ګري یې په ډیر ماهرانه انداز کړي ده۰ محترمه شمع د خپل قام او ولس د دردونو او رنځونو شاعره ده، د ښکلا او رنګونو شاعره ده اوهره وینا یې له ملي احساس، انساني مینې او عاطفې نه ډکه او له ولسي او قامي نظریې نه سرچینه نیولې ده۰ د نورین په شاعرۍ کې ښکلي مفاهیم، سندریز اهنګونه، رنګین کلمات او الفاظ ، لوړ تخیل او خوږ احساس له ورایه ځليږي او په هره وینا او بیان کې یې د تورو او کلماتو مناسب استعمال او د لفظی صنعتونو ترتیب او ترکیب په پام کې نیولی چي د نوموړې شعر یې ښکلی کړی دی۰ د ښه مضمون، ښو کلماتو، ښکلو تصویرونو، معنوي ارزښتونو، لوړو مفاهیمو، خوږو الفاظو او نورو فني ښکلاوو په نظر کې نیول هغه ځانګړتیاوې دي چې د محترمې نورین په شاعرۍ کې شته او ددې هر کلام ته یې ادبي ښکلا او رنګونه وربښلي دي۰ نورین خوږه او په ادبي تول پوره شاعري کوي او په هر غزل یې د کلیوالی رنګونو او ولسي ثقافت سیوری غوړیدلی دی همدا لامل دی چې کومه خبره یې له زړه راپاڅي او له خولې را اوځي نو نیِ په نیغه پر زړونو کښیني او اوریدونکي له خپل اغیز او تاثیر لاندې راولي۰   نورین شمع د سولی، امن، مینی او انقلاب شاعره ده او همدا موضوعات یی په شعرونو کی ځای ځای ځلیږي، نوموړی د ښځینه شاعرانو په کتار کی لوړ مقام لری او ادبی شخصیت یی په هغه کنډه تلل پکار دی چی د نور نومیالیو ښځینه شاعرانو شخصیتونه پری تلل کیږی. دا تانده ګل غوټۍ په یوه داسی بڼ کی راټوکیدلی چی د پښتو ادب ځلانده ستوری ښاغلی ګران بابا یی روزنه او پالنه کړی او د نومړی د فکر او نظر رنګونو پکی له پخوانه غزونی کړی دي۰  د اغلی شمع د غزلیزې شاعرۍ رنګینو پلوشو زمونږ د پښتو ژبی ادبی بهیر ښکلی او رنګین کړی او پښتو ادب ته یی زړه راښکونکی ښکلاګانی، رڼاګانې او رنګونه ورکړی دي۰ نورین شمع مونږ ته د امن سولی او مینې پیغامونه لری او د خپل قام او پښتنی ټولنی له بیلابیلو حالاتو، پیښو، اندیښنو او د ژوند له سړو تودو او لوړو ژورو مو مو د شعر په ژبه خبروی او د بدلون، پاڅون او اوښتون انقلابی نغمی راته غږوي. زه د درنی نورین شمع د فن او هنر ستاینه او ځلونه ځکه ډیره اړینه ګڼم چی نوموړی لا ډیرو ادبی پنځونو، تخلیقاتو، تالیفاتو او هنری خدمتونو ته وهڅول شی او زمونږ نوری پښتنی خویندې هم قلمونو ته لاس کړی او خپل استعدادونه او علمي شتمنی د پښتو ژبی او ادب د خدمت او پرمختګ لپاره وکاروی. د نورین شمعې پر مخ د برتګ او پرمختګ دروازې پرانستې دي او زه باور لرم چې که د اشنغر د شاعر زیږونکې سیمي دا زمرۍ فنکاره او خوږه ژبې بلبله خپل ادبي یون او سفر همداسې جاري وساتي نو ډیر زر به د شعر او ادب لوړو پوړیو ته ځان ورسوي او د پښتو ژبې په هنري اسمان کې به ډیره ښه وځلیږي ۰ د ګرانې او درنې نورین بی بی قلم دی تل کښاند او نوم ځلاند وي  په ټوله شاعرانه مینه

 

امان الله نصرت

بېرته شاته