سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1408955

دننګرهار والي په مشرۍ دمسؤلینو اومومندوقوم اړوند ۶ ولسوالیو ستونزو اوریدواو ورته دحل موندنې غونډه وشوه.


2018/22/07

 

د ننګرهار والي حیات الله حیات په مشرۍ د ملکي او نظامي ادارو یو شمیر مسؤلینو او ولسوالانو په ګډون د چنګاښ په ۳۱مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د مومندو قوم اړوند ۶ ولسوالیو ستونزو د اوریدو او ورته د حل لارو چارو د موندنې غونډه وشوه . د ولایت مالي او اداري مرستیال تمیم عارف مومند وویل، د دې غونډې جوړیدو څخه یې موخه د هغه خلکو ستونزې اوریدل دي، چې په ولسوالیو کې میشت دي او هم مهاله به ورته د مسؤلینو له لورې ځوابونه وویل شي. د دې ولایت د بټي کوټ، کوټ، مومندرې، لعلپورې، ګوشتې او کامې ولسوالیو په استازیتوب دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو د خبرو پر مهال د دوی په ولسوالیو کې د امنیت، پوهنې، روغتیا، کلیو پراختیا، کرنې او مالدارۍ، ټولګټو چارو، سپورټ او یو شمیر نورو ادارو اړوند ستونزې شریکې کړې. دوی همدا راز د جګړو له امله بې ځایه شوو کورنیو سره د مرستو، ولسي پاڅوون کوونکو د حمایې، دیني مدرسو او جوماتونو ته د پاملرنې، د بټي کوټ په مربوطاتو کې د همدې ولسوالۍ خلکو ته په اجاره د فارمونو د ورکړې، تذکرو د لوړې قیمت او د ولسوالۍ په چارو کې د وکیلانو او نورو د مداخلو مخنیوي، د یادو ولسوالیو ځوانانو د ګمارنې او یو شمیر نورو برخو کې د همکارۍ غوښتنې وکړې . د غونډې په څنډه کې د عامې روغتیا، پوهنې، کلیو پراختیا، کرنې او مالدارۍ، ټولګټو چارو،کلیو پراختیا او یو شمیر نورو ملکي ادارو مسؤلینو د کوټ ، بټي کوټ، مومندرې، کامې، ګوشتې او لعلپورې ولسوالیو د قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو یو شمیر پوښتنو او غوښتنو ته هم مهاله ځوابونه ورکړل او همدا راز یې په یادو شپږو ولسوالیو کې د ترسره شوو فعالیتونو، تر کار لاندې چارو او د راتلوونکو پلانونو په اړه هم مالومات شریک کړل . ننګرهار والي حیات الله حیات د غونډې د ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه،چې خپلې ستونزې، وړاندیزونه، ترسره شوي فعالیتونه،تر کار لاندې چارې او راتلوونکې پلانونه یې شریک کړل او ډاډ یې ورکړ،چې په ټولو چارو کې به د قانون له مخې اجرائت ترسره کوي . نوموړي زیاته کړه، په رسمي چارو کې د رسمي مسؤلینو سربېره هیڅوک د مداخلي حق نلري او د پخوا په توپیر به لږ خو د اساسي کارونو د ترسره کولو لپاره کار وکړو،همدا راز یې د امنیت تامین په برخه کې د ولسونو په همکارۍ هم ټینګار وکړ، هغه وویل، هڅه یې پیل کړې،چې د مومندو قوم په ګډون د ولایت په کچه دیني عالمان او رښتیني مشران ومومي او د دوی له لارې ستونزو ته د حل لارې چارې پیدا، کارونه تعقیب او په بېلابېلو برخو کې ورسره مشورې وکړي ، ښاغلي حیات ډاډ ورکړ،چې د مسؤلینو له لورې ترسره شوې ژمنې به د اړونده مسؤلینو سره د حل په موخه تعقیب کړي . ننګرهار والي وویل، په ټول توان سره یې د نورو برخو ترڅنګ د ملي عوایدو د لوړیدو په موخه د فساد مخنیوی پیل کړی،د ګمارنو په موخه به ټول بستونه د مرکز ترڅنګ په ولسوالیو کې هم اعلان شي،په پروژو او نورو برخو کې به ولسونو ته فعاله ونډه ورکړي، نوموړي همدا راز ولسوالانو ته سپارښتنه وکړه،چې پخپلو سیمو کې د ښاروالیو په همکارۍ ځوانانو ته د تفریحې پارکونه او نور سهولتونه برابر کړي . ښاغلي حیات ولسوالانو ته د تذکرو قیمت د لوړیدو ستونزې د حل سپارښتنه وکړه،همدا راز یې زیاته کړه، حکومت په لومړي ځل ۷ زره بستونو کې دیني عالمان په درییم او څلورم بستونو کې په لوړو تنخواو وګمارل او د همدې علماؤ کرامو څخه یې د منکراتو او نورو غیرې اسلامي کړنو په مخنیوي کې د همکارۍ غوښتنه وکړه . هغه د اسلامي پوهنتون ځمکې،تخریب شوو جوماتونو د رغونې او د بټي کوټ زیانمنو کورنیو او پاڅوونوالو سره د مرستو ترسره کولو په موخه د ځآنګړو پلاوو د ګمارنې امر وکړ،همدا راز یې ژمنه وکړه،چې د شهیدانو کورنیو د ښارګوټو، یتیمانو لپاره د لیلیې جوړونې په موخه د ځمکې او د سیمې خلکو سره په همکارۍ د کانال فارمونو د ساتنې او یو شمیر نورو برخو کې به اقدامات ترسره کړي . څو ورځې وړاندې د ننګرهار والي په مشرۍ د شینوارو شپږو ولسوالیو ستونزې هم د ادارو د مسؤلینو او ولسوالانو له لورې واوریدل شوې . ۳۱/۴/۱۳۹۷

ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر

بېرته شاته