سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1409434

هغه ښځه وه


2018/24/07

  لومړی کس چې د فرعون دېکتاتورۍ پر وړاندې په جرأت راپورته سوه ... هغه نارینه نه بلکه ښځه وه (مېرمن آسیه) لومړی څوک چې د ځمکې تر ټولو مبارکې اوبه زمزم یې وڅښې ... هغه مېرمن (هاجره ) وه. لومړی انسان چې پر محمد ﷺ یې اېمان راوړ یوه مېرمن وه (مېرمن خدیجه ).ض لومړی څوک چې د اسلام لپاره یې وینه توئې سوه او شهادت یې نصیب سو هغه نارینه نه بلکه مېرمن وه مېرمن (سمیه). لومړی څوک چې خپل مال یې د اسلام په لاره کې مصرف کړ نارینه نه بلکه مېرمن وه (مېرمن خدیجه)ض په قرآن کې لومړی انسان چې خدای ج یې غږ اوه آسمانونو هاخوا واورېد ښځه وه ..  (د مجادلې سورت لومړی آیت) لومړی انسان چې د صفا او مروا تر منځ سعې یې وکړه مېرمن وه  (مېرمن هاجر) اوس میلیونونه حاجیان باید د بي بي هاجر حرکتونه اجرا کړي کنه نو حج یې نه قبلېږي. لیکم یې چې ټول پوه شي...! ښځه د اسلام ویاړ ده...

احمد نړيوال

بېرته شاته