سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9889
ټول لیدونکې
1452514

غزل


2018/29/07

 

غروريې مات شولېونۍ له برمه ولوېدله

بلۍ ته نه خيژي نجلۍ له برمه ولوېدله

 

دڅورلسم اوپنځلسم له شماره واوښتله

اوس سترګک نه وهۍ سپوږمۍ له برمه ولوېدله

 

شايددچادعشق رانجه به يې خوړلي وي چي

ســـندره نه وايې نرۍ لــه برمـــه ولـــوېدله

 

جوړه منګي به يې پريوه اوږه ګودرنه راوړل

چي چــا نظرکړه تورپېکۍ له برمه ولــوېدله

 

دکوم نظرديوجمالياره په پنجه وهلې

ستادغــزلوښاپېرۍ له برمه ولـــوېدله

اجمل جماليار

بېرته شاته