سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1408874

پښتوژبه


2018/29/07

  پښتوژبه  چي په نړيواله کچه په افغاني ژبه شهرت لري اودفارسي په پرتله ډېره لرغونې ده او د لرغونو آريایي ژبو څخه يوه خپلواکه ژبه ګڼل شوې  چې له پخوا څخه په بېلابېلونومونو ياده شوې لکه: پښتو، پختو، پوختو، اوپه هندي ژبه (پټاني)، په پاړسي اوځينونورو ژبودافغاني ژبې په نوم شهرت لري. دغه ژبه له ۱۹۳۶ز کال راهيسې د افغانستان رسمي، ملي، او لرغونې ژبه گڼل شوې. د افغانستان د نامتو نېټه ليک پو محمد حسن کاکړ د يوې رسالې لخوا چې ويل کيږي دېرش کاله پخوا په کابل کې لیکل شوې؛ ددغه سرلیک لاندي چي ــــ    (په افغانستان کې پښتو او هغې په  اړه يو څو خبرې)   په يوې موضوع کې د پښتو رسميت او ملي اصليت ېې داسې څرگند کړی: د امير شېر علي خان د دويمې پاچايۍ په دوران کې (۱۸۶۸ـ ۱۸۸۰۰ زېږدي ) پښتو د لومړي ځل لپاره د ملک رسمي او ملي ژبه اعلان شوه. همدا رنگه د پښتو ژبې په اړه د افغانستان يو بل نوموتی ژبپوهاند خلیل الله هاشمي هم په دې آند دی چې پښتو د  فارسي ژبې په پرتله ډېره لرغونې ژبه ده او لرغونتيا یې د پښتو ژبې قبیلوي دودونو په اساس ده چې لرغونتيا یې ۲مه مخزېږدي پېړیو څخه لا پخوانۍ ده. نوموړى ليکي دا چې ژبې ولې پرمختگ ندی کړی د همدې ژبې د ویونکیو سره د سیمې په کچه او نړېوالو سرزورو له خوا ټکرونه په دوديزو اړخونو کې ترسره شوي چې يې په علمي او فني آثارو هم په مختلفو پیرونو کې بریدونه شوي او لا روان دي. د مغلو په پېر ۱۴۹۴ زېږدي کې د (صراح) په نوم اثر چې په سوات او پېښور کې د خان کاجو راڼیزي لخوا لیکل شوی و؛ د وخت د زورواکانو لخوا له منځه تللی چې د پښتو ډېر پخوانی لرغونتوب په کې خوندي و. اوهمداډول نور اثار چي ځينوليکوالانوته يې پاڼې پلاس ورغلې دپښتو اوپښتنو دوښمنانو دپښتو ژبي دپرمختللوله ضديته له منځه وړي اوددې ترڅنګ يې زموږ بې سيواده او سرناخلاصه وکړيو په غوږونوکي داسي څه ورټيپ کړي چي دخپلي ژبي زده کړه او وده ورته ګناه ښکاري

اجمل جماليار

بېرته شاته