سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1409445

يوملک څوحکومته


2018/29/07

  لومړۍ برخه افغانستان چي تاريخونوکي دجګړو ويرونو اوبې اتفاقيوکورګڼل شوى همداسي يې لا حالت دوام لري .نه پو هېږم چي هغه دچاخبره دکوموسرببروښېراورته شوې چي نه په قربانيو اونه هم دنړيوالو قوتونوپه ملګرتياورته امن راځي .ما ليکوال يې پنځلس کاله دلېدلودتندي ربړي وګاللې .خو دخداى ج دلورېيني په مټ دعمرداوږدېداله برکته مي دهمدې اوږدې مدې بېلوالي  لاس   دوطن په ليدو له خپل ګرېوانه خلاص کړ.په خپله خاوره کي دلومړي قدم په ښودلوسره مي داحيس کړه چي زه هم يوداسي څوک يم چي ديوپوره هيواد بچى او ديوملک دولس له وکړيو شمېرل کېږم .ما په کډوالۍ که داى ايس اى له کرغېڼ زندانه نيولې بيا دپوليس اودپردي ملک دمتنفيرو ظاليمانوهرډول پوچي ويناوي او دتنديو دنفرت ګونځي لېدلې دي .له همدې کبله مادخپل وطن له اوږده بېلتونه وروسته دوطن هري تيږي بوټي حکومتي او ملکي کس په ليدلو خوند اخيست وطن يو ډول کيف درلود . اب وهوايې راته يوډول روحي خوشحالي بخښله دنګوغرونو ويړوسړکونويې راته په مرموزډول دهرقدم په ښودلوسره ښه راغلاست  وايو.هغه وران اوکنډر کنډر وطن چى ما دفريادنو اوسلګيو په حالت کي پرېښي ٶ اوس يې بلا توپير په برخه شوى ٶ .غېږه يې له نويو ودانيو ډکه شوې وه .نوي بچي چي هغه مهال زيات زلمي دشمېر په لړکي نه راتلوخواوس دوطن دهغوبچودنوملړپه سرکي شمېرل کېدل چي وطن کي پر ې شمارکېده .پرمخ تګ پکي ترسترګوکېده چي زمايې زړه ته سکون بخښى . ددولت نوي شکل موټر څورنګه يونيپورم ددولتي چارواکيوله ولسي وګړيوسره تريوبريده ښه سلوک ديادولووړٶ.   خو لاهم بې شمېره ناخوالوسره لاس اوګرېوان ٶ.دبېلګي په توګه .هرولايت کي چي حکومت شتون درلود داسي څرګندېده چي دبل ولايت غم ورسره نه ٶ کندهارکي دجنرال عبدالرازق  ترواک لاندي سيمي ترډېره بريده له جګړونه په امن کي وې او خلګوباندي يې يوډول روعب اودبدبه خوره وه ښارکي دولتي موټران روغ او نوي ښکارېدل خو هاخوابيا له کيشکي نخود نه واخله بيا دهلمند دلښکرګاه ترښاره ختيځ لوري ته هره پوسته په مردکيوسورۍ سورۍ وه اويواځي دسړک پرغاړه حکومتي کسان ښکارېدل نوره سيمه کي ياخوطالبان ٶ اوياهم تشه وه نه پکي حکومت اونه هم طالبان و له حکومتي کسانو مودپوښتني ځواب هم همداسي ترلاسه کړ چي ګواکي دلته مرکزي حکومت هيڅ پاملرنه نه کوي او نه هم ورسره جنرال رازق دجګړوپرمهال کومه مرسته کوي . داسي خبري اونظرونه هم موجودٶ چي ګواکي جنرال رازق خپله ترواک لاندي سيمه دمرکزي حکومت برخه نه ګڼي او نه هم خپل ځان دمرکزي حکومت په واک کي ګڼي يولامل يې له نوروسيموسره دنه مرستي همداشمېرل کېدى.ځيني نظرونه داسي هم و چي جنرال عبدالرازق، حميدزى لالى اوورسره يوشمېر کابل کي اوسېدونکي واکداران يې دزاړه ټولواک دسيسه بللــه . اودکندهارامنيت يې دجنرال له بهرسره داړيکو نمونه ګڼله.  دهلمنددچارواکيودولس سره سم چلند او ښارکي هراړخيزه اذادي يې له ولس نه دويري په مانا او په مرکزي حکومت نه باور ٶ .څرګندېده چي نه ورسره دهلمند عام وګړي مله و اونه ورسره خپل واک شتون لاره .دولتي موټر دومره زاړه شوي و چي نورنو دکارولوجوګه نه و.   نوربيا...

اجمل جماليار

بېرته شاته