سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9834
ټول لیدونکې
1362889

يوملک څوحکومته -دوهمه ورستۍ برخه


2018/03/08

يوملک څوحکومته دوهمه ورستۍ برخه  که څه هم تېرو کلونوته په فهم سره جګړه ترډېره بريده دولايت سره مهارشوې ښکارېده خو دهلمندد وګړيو ناهيلي لاختمه نه وه. خپل ولايت کي يې ابادۍ ته زړونه نه ښه کول ياخو يې کندهاراوياهم پلازمينه کابل کي ځانونوته کورونه اخيستل .داسي برېښېده چي خپل راتلونکى يې هم په تاريکيوکي ليد .دهلمند ادبي کړني په ټپه ولاړي وې نه پوهېږم چي اديبان يې نه لرل اوکه يې اديبانودته هم زمينه نه وه مساعده دراډيو ،ټلي ويژن او دورځ پاڼو دفترونه نه ترسترګوکېدل لوحې او يا ليک دړي مو هيڅ ترسترګونه شوې نه کوم اشتهارونه پر دېوالونو ځوړند ٶاونه هم دېوالي ليکني معلومېدې .تعليمي کچه يې څه ناڅه ښه وه خو دشهيد عبدالصمدروحاني په نوم ليسې شتون لاره خولايې دزدکونکوپه نوم لړکي ديو شمېره هم نه وه زياته شوې . دهلمند په اطرافوکي سرمايه ګذاري شوې وه ترډېره بريده يې کاروبار هم په ليري پرتو سيموکي روان ٶ . ګنمرېز، ياګندومرېز،مسى کلا، مالمند،هغه سيمي وې چي وګړي يې دکاروبار له اړخه ښه په غوښه ښکارېدل .ملکي نقليه وسائط يې دپخواپه پرتله څوبرابره زيات شوي ٶ.مګر ددولت او ولس ترمنځ داسي ښکارېده چي فاصله ورځ تربلي رامنځ ته کېده. دولت په يونيمه لسيزه کي لانه ٶ توانېدلى چي دولس زړه راخپل کړي .جالبه دا هم وه چي کندهار اوهلمندښارونوکي زياتره خلګ هغه دچاخبره له خپل سيوري ډارېدل هرچاته به يې دشک په سترګه کتل.دښارداوسېدونکوملايانونه زياته کرکه ليدله کيده.دسيميزحکومت يوې بلي کمزوري ته هم دچافهم وراوښت البته ديادو دواړو ولايتونوچي دسورليوموټري يې تالاشي کولې اوشخصي موټر بې تپوسه تېرېدل اوحال داچي ورپېښه هم تل له شخي موټرو وي.کومرکي اوترافيکي چاري يې پرنيست شمېرلي کېدې له وېش ياباډر نه غزني ، کندهاراوهلمندولايتونوته بې نمبرپلېټه او ناواريده موټر ورتلل خو چاترې تپوس هم نه کاوه .هاخوابيا ګاونډي ورته پرپله کمپيوټرونه يښي ٶ چي هرکس ته يې دسلو کداروپه بدل کي دڅلورومياشتو باډرپاس کاټ جوړاوه .دشناخته کارډ کس ته به يې چي کله باډرکارډ جوړاوه نو ګوته به يې په افغاني کس لګوله او کارډ به يې دخپل ملک سړي ته ورکاوه .زه خو دافکرکوم چي که افغان دولت دا شته فاصلې له منځه يونه شي نو له يولوى ناورين سره مخ شي . مرکزي حکومت که سيميزحکومتونه له منځه يونه شي داملک کي به په جګړه کي جګړه پيداشي.  

اجمل جماليار

بېرته شاته