سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9889
ټول لیدونکې
1452554

طلايي ښکرونه


2018/29/07

  یوه ځنګله کې یو بوډا له خپلې کورنۍ سره اوسېده، هغه غریبانه ژوند درلوده، د وچو لرګیو په ټولولو او خرڅولو یې شپه ورځ تېروله.
یوه ورځ یې ځنګله کې لرګي ټولول چې ناڅاپه یې یو غږ واورېده، لکه مرسته چې ترې غواړي. بوډا په غږ پسې ورځي ګوري چې یوه هوسۍ په تیږو کې نښتې ده او د خلاصون چیغې وهي، بوډا له ځانه سره وویل:
ـ دا زما لپاره غوره ډالۍ ده، زما د کورنۍ لپاره د ډېر وخت خوراک په لاس راِغی.
خو بوډا له خپلې غوښتنې تېر شو، په هوسۍ یې زړه وسوځېده او له مرګه یې وژغورله.
هوسۍ چې خپل مرګ په خپلو سترګو ولیده، په خوښۍ یې منډه کړه او په ځنګله کې ورکه شوه. بوډا په خپل کار پسې روان شو، لا څو قدمه نه و تللی چې ناڅاپه یې یو غږ واورېده.
ـ تا له ماسره مرسته وکړه، زه هم غواړم چې تا سره مرسته وکړم.
بوډا حیران ولاړ و، هوسۍ وویل:
ـ دا غټ ګټ به درته سره زر کړم، له غریبۍ به خلاص شې.
همداسې وشول، غټ ګټ نه سره زر جوړ شول خو بوډا پرې خوشاله نه شو، هوسۍ وویل:
ـ سمه ده، دا پورې غر به درته سره زر کړم، یوه شېبه کې له غره نه سره زر جوړېږي.
خو بوډا بیا هم خوشالېږي نه. هوسۍ ورته وایی:
ـ دومره سره زر ستر، ستر بادشاهان هم نه لري، نو ته څه غواړې؟
بوډا وایی:
ـ ستا ښکرونه!

ـ آرش ننګیال د مسعود لعلي له کتابه ( افتاده باش نه از دماغ فیل) کابل

27 sep 2015

بېرته شاته