سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1409359

د لاس او پښو د بندونو درد او درملنه


2018/09/08

  زموږ په هیواد کی ډیری هغه کسان چی عمرونه یی له ۵۰ کلونو لوړ وی پدی ناروِغی اخته کیږی دا دردونه ګڼ شمیر لاملونه لری چی تر ټولو مهم لامل یی د هډوکو تخریبی ناروغی یا اوستیو ارترایټیس ده چی د نا رینه وو په پرتله ښځې ډيرې پرې اخته کیږي او عموماٌ هغه بندونه چې زیات وزن تحمل کوي لکه د ورانه او ځنګون بند زیانمنوي، دا ناروغی دوه ډولونه لري! ۱: ا بتدايي ډول چې لامل یې څرګند نه دی. ۲: ثانوي ډول چې د نورو لاملونو له کبله لکه په مفصل باندې ضربه، د بندونو مکروبي یا ګزکي کیدل، وینه لږې یا کمخوني، د شکر ناروغي، د محیطي اعصابو ناروغی، د کارتیکو ستیراید درملو ډیره کارونه، روماتیزم، نقرص، د بندونو بیځایه کیدل، په بندونو باندی په دوامدار ډول د ډیر وزن راتګ، چاقوالی د وینې سرطان او داسی نور ډیر لاملونه لری. پتوجینیسز یا د مرضی حالت څیړنه: په دې ناروغۍ ثکې په ځانګړي ډول د بندونو کرپندوکی یا غضروف په رنځ اخته او تخریبیږي چی یو ډول انزایمونه د کرپندوکو له ژونکو څخه ازادیږی چی د کولاجن الیاف یا سپڼسی ماتوي او د بندونو په کرپندوکو کې درزونه پیدا کوي او په دې توګه بندونه پړسوب کوي او له هډوکو جدا کیږي چې په پایله کې د هډوکو مفصلې سطحې لوڅیږي او د حرکت په وخت کې هډوکي یو په بل سولیږي درد او کړپاری پیدا کوي. د دې نا روغۍ نښې نښانې لکه مخکې چې وویل شول کوچني بندونه یا د ګوتو واړه بندونه لږ پرې اخته کیږي چې عموماْ د ګوتو لومړی او دویم بند به پړسیدلی او ډیر دردمند وي د درد ناڅاپي حملې یې ښه وصفي نښه ده خو د دې ناروغۍ په پرمختللو حالاتو کې د ګوتو کوږوالی یا سو شکل لیدل کیدای شي څنګه چې لوی بندونه ډیر پرې اخته کیږي نو په نوموړو بندونو کې به لاندې نښې نښانې ولیدل شي. درد: درد به په ځانګړي ډول د زنګون او ورانه په بند کې د سهار مهال ډیر شدید وي له ګرځیدو سره به نوره هم ډیریږي له استراحت سره به کمیږي لومړی به وقفوي وصف ولري خو وروسته به مزمن شکل غوره کړي. د بندونو سهارنۍ شخوالی: د سهار لخوا دې ناروغانو ته له بستره پاڅیدل ډیر ستونزمن وي او نږدې تر نیم ساعته د بندونو دا شخوالی دوام کوي او وروسته ورو ورو کمیږي. د اخته بند د حرکاتو کمیدل: په دې ناروغي کې مفصل ناتوانه کیږي او حرکات یې کمیږي چې عمده علت یې درد او شخوالی دی. د بندونو پړسوب: په اخته بندونو کې به کلک هډوکی پړسوب ولیدل شی او کله کله پړسیدلی مفصل له اوبو ډک وي. کړپارئ: د حرکت پواسطه په مفصل کې کړپاری اوریدل کیدای شي په ځانګړی ډول د لمانځه د ادا په مهال . د عضلاتو کمید نه: د مفصل شا وخوا عضلات کمیږي او د بند هډوکینه برخه لویه ښکاري. سوشکل: په ځانګړي ډول د زنګون مفصل ډیری وخت دباندې او یا دننه خوا ته کوږوالی پیدا کوي او یا قاتیږي چې ناروغ بیا نشي کولای هسکه غاړه وګرځي نو ځکه دا ناروغان په ټیټه ملا اویا په عامه اصطلاح په نیم قامت ګرځي. د دې ناروِغۍ تشخیص: د ډاکټرانو لخوا د دې نارغۍ پیژندنه ډیره ستونزمنه نه ده. کولای شي چې د ایکسرې او کلینیکي نښو نښانو په شتون کې دا ناروغي وپیژني چې په ایکسرې کې د بندونو ترمنځ د نورمال حالت په پرتله زیاته خلا یا لیري والی لیدل کیږي او په ځینو ناروغانو کې به د هډوکو په غاړه کې کوچنی هډوکین پړسوبونه، سیستونه او یا اوبه ولیدل شي خو لابراتواري ټسټونه کوم ځانګړئ تشخیصي ارزښت نلري . د دې ناروغۍ تفریقی تشخیص : دا ناروغی ډيرۍ وخت له ریوما توید ارتهرا یټیس سره مغا لطه کیږی او با ید ډاکټران یی د ښه تشخیص په موخه په پام کی ونیسی . په ریوما توید آرتهرایټیس کی معمولاْ د ګوتو واړه بندونه درد کوی ،د اخته بندونو شمیر به زیا ت وی او دوینی په معا ینه کی به ای ایس آر لوړ او آر ایچ فکتور به مثبت وی خو په اوستیو آرتهرایټیس کی به دوینی معا ینه نورما له وی . درملنه : د دې ناروغۍ درملنه ډاکټر او ناروغ دواړه ځوروي او مریضی تغیرات لکه د کرپندو کو تخریب او کوږوالئ په درملو نه تداوی کیږی خو د درد د آرامولو او د سوشکلونو څخه د مخنیوی لپاره درمل ګټور دي او عموماْ غیر سټیرایدی د درد ضد درمل لکه ډای کلو فینک ، پایروکسیکم ، اسپرین ، بروفین ، نیمی سولایډ او داسی نور د ډاکټر په مشوره په یوه وړ مقدار کارول کیدای شی ، همدارنګه د مفصل د ننه د کارټیکو ستیراید لکه کینا کارټ زرقول تر یوه وخته ددرد د لمنځه تلو سبب کیدای شی خو زما د خپلی تجربی له مخی په مفصل کی د کارټیکو سټیرایډ زرقول یواځی له ۵۰ تر ۶۵ ٪ ناروغانو کی ښه نتیجه ورکولای شی او پاتی نور بیا هم له درده ځوریږی خو که په مفصل کی اوبه شتون ولری باید اوبه یی وویستل شی . ددی لپاره چی د مفصلی سطحو د ډیر تخریب څخه مو مخنیوئ کړئ وی باید دی ناروغانو ته ګلوکوزامین+کانډروټین چی د کپسولو په بڼه په مختلفو نومونوپه بازارکی پیدا کیږی په درملنه کی ورزیات شی . ددی ناروغی ښه درملنه د جراحی له لیاری د مفصل اویا مفصلی سطحو بدلول دي چی د مرضی مفصل په ځای مصنوعی مفصلونه کارول کیږی خو د لګښت دډیروالی له کبله ډیرئ ناروغان دی ډول درملنی ته لاسرسئ نشی درلودای. ځینی فزیکی محدود او وړ تمرینات ، ګرم تطبیقات او یا ټکورول او د زیتونو په تیلو غوړول یی هم د درد د کموالی او هم د عضلاتو د حرکاتو په ډیروالی او د سوشکلونو څخه په مخنیوی کی مرسته کولای شی . هغه کسان چی پدی ناروغی اخته وی با ید لاندی ټکی په پا م کی ونیسی ! ۱: د وزن کمول ۲: استراحت کول او په بندونو د ډیر وزن څخه مخنیوئ ۳ : وړ او منا سب پلئ تګ ۴: د هغو دندو پریښودل چی په مفصل باندی د ډیر وزن د راتګ او یا د فشار سبب کیږی ۵: د خپلسرو او غیری مسلکی کسانو پواسطه له درملنی څخه باید لاس وا خیستل شی او د درد د پیدا کیدو په صورت کی ژر تر ژره باید له ډاکټر سره مشوره وشی 

ډاکترشعيب احمد حيدري

بېرته شاته