سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1409362

چاغښت د هډوکو د ناروغۍ سبب کېدای شي


2018/09/08

 

له یوې نوې څېړنې وروسته ویل شوي، چې چاغتیا د هډوکو د یو ډول ناورغۍ " آسټیوپوروسس " سبب کېدای شي چې په کې هډوکې ناتوانه کېږي.

د امریکايي ساینسپوهانو په څېړنه کې معلومه شوه، چې د ځینو چاغو کسانو په هډوکو کې غوړ پټ وي، چې له کبله یې هډوکې کمزوري کېږي او په اسانۍ ماتېدای شي.

د دوی د څېړنې نتیجې په ريډیالوژي مجلې کې چاپ شوې دي.

څېړنې ښودلې، چې د چاغو کسانو د بدن په بېلو برخو لکه ځیګر، پلې او هډوکو په مغز کې غوړ پټ وي. دغه څېړنه کې شامله ډاکټره مریم بریډیلا وايي هغه کسان چې بدن یې مڼې ته ورته وي، تر ټولو زیات له خطر سره مخامخ وي.

دا هغه کسان دي، چې ډېر وزن یې د ملا په شاوخوا کې ورټول وي. د هډوکو مغز هغه ځای دی، چې د نوي هډوکي حجرې په کې رامنځ ته کېږي.

هغه کسان چې له دغې ناروغۍ سره مخامخ کېږي، د هغو د هډوکو به مغز کې ډېر غوړ وموندل شول. ویل کېږي چې چاغښت خپله یوه ناروغي ده او اوس معلومه شوه، چې د نورو ناروغیو سبب هم ده.

د ډاکټر برېډلا په وینا که د هډوکي د مغز ځای ته غوړ ننوځي، نو هډوکي ورسره ناتوانه کېږي. د هغې په وینا که مو د ملا په تېر کې غوړ ننوتي وي، نو ګومان نه شي، چې دا به ډېر وخت کار وکړي. هغه وايي:

یو وخت داسې فکر کېده، چې چاغښت هډوکو ته د زیان اوښتو مخه نیسي، خو موږ معلومه کړه، چې دا فکر ناسم و. د څېړونکو په وینا بدن کې د غوړو ځای نه کنترولېږي، ځکه غوره همدا ده، چې باید ځان له چاغتیا وژغورل شي.

اټکل کېږي، چې برتانیا کې ۳۰ میلیونه کسان د آسټیوپوروسس په ناروغۍ اخته دي. د دې ناروغۍ ښکار کسان معمولاً ټيټ قد لري او ناتوانه وي.

ډاکترشعيب احمد حيدري

بېرته شاته