سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9871
ټول لیدونکې
1426776

د ۱۹۹۲م کال د می د میاشتی په نیمایی کی


2018/16/08

    له اور اخیستي افغانستان څخه د کوزی پښتونخوا دخیبر سیمی ته ووتم. ور پسی دعبدالولی خان په میړانه د باچا خان د اشنغر په "ولی باغ" کی له ده سره دیره شوم. د ماتی او بدمرغیو په توره تاریکه او د سیاست ډډه لری کی می د زړه د تودولو لپاره دشعر نغری تود کړ. ترهر څه د مخه می د لومړی ځل لپاره د خان عبدالغنی خان په ادرس چی هغه وخت د اوږدی ناروغۍ په وجه د مړینی د انتظار پر بستر پروت ؤ دغه قصیده ولیکله او میاشت وروسته می هغه ته په هماغه بستر کی د ده په غوښتنه ولوستله. غنی خپل نږور"نرګس" ته وویل، چی قصیده زما په غږ کی ثبت کړی. کله چی زه د قصیدی د لوستلو پای ته ورسیدم، کتل می چی د خان په مخ د اوښکو سیلاب راروان دی. هغه وویل...افسوس ډیر ناوخته سره یو ځای شو او زه ستا د قصیدی د لاجوابۍ په وجه د افغانانو پوروړی پاتی شوم. د وینو واټ دا زموږ د سترګو وړاندې، "غني" ګوره څه تیر یږي یــو با تور ملت غرقیږي، یو مظبوط وطن نړیږي یوه دنیا د برم او بذل، یوه نړۍ د میړنیو د غروب په لوري درومي، د تاریخ له پاڼو لویږي پاس د ستورو راڼه څاڅکي، راته ښکاري اوښکې اوښکې د آسمان په شنو غومبورو، لارې لارې رابهیږي سر چې ږدمه په سر ویږدي، هیبتناک غږونه اورم ته وا ځمکه په منځ دوه شوه، افغاني وطن ډوبیږې یا آسمان زموږ په ویر کې، ښکته پر یووته په ځمکه یا قیامت په ځمکه جوړ شو، ولاړ غرونه هواریږي "ایمل" ریږدي په لحد کې، له غصې د زړه په تبه چې مغل په خیبر وخوت، افریدی لا نه پوهیږي د شنلی پر ځای له دښتو، تېرې تورې زرغونیږي د اوبو پر ځای له غرونو، نګه وینې رابهیږي د باران پر ځای له وریځو، تندرونه راکوزیږي د رحمت پر ځای له هسکه، غضبونه نازلیږي "ثمر" ښکته پورته دانګی، سترګې رډې توره کښلې نه یې سترګې له چا سوځي، نه یې شرم له چا کیږي "زینب" چیغې کړې چې ربه، ته لا څه ته ورته ګورې د "حسین" په زخمی زړه کې، د یزید خنجر ځلیږي څه بې پته شوو جنګونه، څه بې هوډه شوو ننګونه تو لعنت په دې شملو شه، لا دي جګې نه شرميږي دا د چرګ لکۍ ته ورته شملې واچوی په ځمکه دا د شرم او ماتې نښې، پښتنو ته نه ښاييږي شمله هغلته شمله وي، چې په نر باندې وي لکه اوس په هر کدو جګيږي، اوس په هر"اجړا" خوريږي خدايه دا دې څه را وکړہ; چې يو نر دې راپرې نه ښود هر کمر ته چې تکيه شو، لکه شګه را شړيږي يو "ميرويس" په موږ کې نشته، چی ګرګين لارې ته سم کړي يو"شير شاه" راپورته نه شو چی "مغل" ته ودریږي * * * پرو ني ملا ته ګوره، چی ټوک خور و سقاط خور ؤ اوس چی خصم د افغان شو، په سرو زرو کې ډوبيږي لويه خيټه غټه کونه، نرۍ پښی ببره ږيره ويته خوله بې شرمه سترګې، لکه مچ هر څه کی لويږي مټکور ماغزه د تيږې، بی فر هنګه بې ادبه چې تبليغ کوي نڅيږي، چې قران لولي ششنيږي په اسلام کې لارې باسي، زموږ د خاورې بربادی ته دين اخوان ته يو دکان دی، چې هر څه په کې خرڅيږي دا دې څه بلا اخته کړہ، زموږ په دې بدمرغو خلکو نه له تا څخه ډاريږي، نه له دوی څخه شرميږي اوس چی حکم د ملا شو، د کابل په باچايۍ کې هر ساعت په چا وردانګي، هره ورځ په چا ورلويږي د افغان په قتل اخلي، سره پونډونه شنې ډالرې پښتو پریږده چې ترې تللې؛ له ایمان سره خرڅیږي باندې سپین په منځ کې تور دی، نګه اوردی؛ نګه اوردی په هر تار کې یې د ږیرې؛ شیطان سپور دی او زنګیږي هر چړي په چړچوبۍ کې، باچایي خوبونه ویني انګر یزي لنچر په غاړه؛ په لار ځي ته وا نڅیږي چی پرون یې دَمَولې، رڼې خاورې خوسکو ته اوس په بره پښتونخوا کې؛ په انسان باندې سپریږي زما زړه پولۍ پولۍ دی؛ زما سا لمبه لمبه ده چی دا توره خپکۍ به؛ له موږ کله پورته کیږي جهاد لوښی د فساد شو، مولانا صاحب جلاد شو دین دولت دواړه بر باد شو، د ده زړه لا نه سړیږي زموږ کور د شرارت شو، افغانی وطن غارت شو دا زموږ د سترګو وړاندی،(غنی) ګوره، څه تیریږی موږ زغمل چې رانه لوټ شي، څه چې شته دي بی ناموسه توری خاورې مو په خوله شه، اوس هغه رانه لوټیږي د یوې میاشتی تانده ناوې، د شهید په قبر ژاړي وایې کوم جهاد ته مړ شوې، ځواب وایه چې ځنډیږي تا چې سر په چا دَو کړی، هغه غواړي چې ما لوټ کړي ما وربولي هغه ځای ته، چې شیطان ځنې شرمیږي زه چې ستا له غمه ژاړم، هغه څاري زما سترګې سر راپورته کړه شهیده، ارمانونه دې رژیږي افغاني درنې بیبیاني، چی په پت عزت خوندي وې دجهاد تر بیرغ لاندې، بر بنډیږي لیلامیږي هر عرب خریدار شوی، زموږ د خویندو او خورلڼو مولانا صاحب یې پلوري، نه شرمیږي، نه ځوریږي تر څارویو وړیا شوې، پښتنه په منډوی کې د څارویو هم څه دود وي، چې په چا باندي خرڅیږي * * * ربه دا لا څه تالان دی، چې په خپل وطن یې وینم چې خپل سپي په پردۍ ننګه، افغانانو ته غپیږي چی له زړه د "کنشکا" نه، شنې لوخړې ځي آسمان ته چی جمرود د سرو په بلخ کې، د "یما" سره لویږي "ګرګین" ویوست تیغ د سټې، دافغان ننګي کهول ته د "میرویس" لیڅه بیواکه، تیرې تورې ته غځیږي په لاس نه ورځي بې خاورو، نه یې تیغ نه یې لښکر شته هم لښکر هم یې تیغونه، د وطن پر ضد جنګیږي خدایه څرنګه بدل شوو، د افغان درانه خوبونه په هر چا چې موږ تکیه شو، په پردیو پلورل کیږي د وطن په حق کې نه کا، تش د خیر یوه خبره خو د خپل مطلب لپاره، د هر سپي پښو ته لویږي په هر ځای چی باران راشي، زموږ خره يوسي له مخې په هر خوړ چې سيلاب وزي، زموږ وره ته راسميږي په هر سيمه چی بريښنا شي، تندر پر يوزي زموږ په کلي په هر رود چې توفان راشي، زموږ کور ته راسيخيږي په ډالرو باړه شوی، که غلجی که درانی دی پښتانه او پښتو دواړه، هسې ښکاری چې ختميږي د احمد په ګور يې تو کړې، توری ناړی د يڼکيو دا چې پلار له ګروی نيسي، دا چې وروڼو ته ګواښيږي موږ ته ټول جهان دوزخ دی، چې وطن مو په کې نه وي موږ ته هر وطن سقر دی، چې افغان په کې ځوريږي موږ ته هر "شا به" پيغور دی، چی دښمن يې را ته وايي موږ ته هر سلام لعنت دی، چې په سپکه په موږ لويږي موږ ته هره ګوله مرګ دی، چې د بل په ست یې ژوویو موږ ته هر ګوټ هلایل دی، چې د بل جام نه ګوټیږي موږ ته هر مشر دښمن دی، چې په موږ یې رحم نه شي موږ ته هر افغان پردی دی، چې پردي سره یو کیږي موږ ته هر ملک تلک دی، چی زموږ په سر روپۍ خوري موږ ته هر ملا بلا دی، چی په خلکو نه رحمیږي * * * جګي جګي ساقي راشه، پس له عمره راپخلا شه په چوپتیا کې مو غوغا شه، چې مجلس رانه سړیږي د ځوانۍ نوبت می تیر شو، کوم چې تیر شو هغه هیر شو اوس راونیسه دا پاتې، چی قطار رانه تيریږي که مطرب او رباب نه وي، که مستي او شباب نه وي که د مينې عذاب نه وي، عمر بد کړي چی اوږديږي هوښياري يوه تنهايي ده، تنهايي يوه تباهي ده په ترخو اوبو می ډوب کړه، ګنې زما جاله ډوبيږي په مستۍ کی را چارپير کړه، يوه کيږدۍ د خورو څڼو چې شپې ورځې رانه تښتي، چې کاروان رانه بيليږي د پسرلي په ښکلو يادو، جام ته تويې کړه سکروټې چې ګلونه راته ژاړي، چې خزان راته ګواښيږي د ځوانۍ په باغ می راغله، د زړښــــــــت دماښـــــام لـــــــــړه پيالې ډکې کړه له مخې، عمر تښتي نه ودريږي ساقي ستړی يم له ژونده، ليږ مې خلاص کړه له دې بنده ګني وژني می دا تنده، چی ګړۍ ګړۍ زياتيږي هومره راکړه چې پې ورک کړم، سرله پښو، پښې له سره چی غني (۱) راڅخه تښتي، بينوا(۲) رانه پټيږي چې خورې صحرا ته ووځم، ليونی د ليونيو چې مستي راکې نڅيږي، چې جنون راته خنديږي چې مرغان د خړو دښتو، راته ووهي وزرې چې زرکان راته غږيږي، چې هوسۍ راته پنډيږي * * * نه، نه، خوشې ټوکه نه ده، غني ليږ ورته دمه (۳) شه دا خوب وړي راويښږي، دا پريوتي را پا څيږي ګومان مه کړه چې خالي شوه، د ساقی مينا له ميو لا د تاک په تا خانو کې، د انګور ښيښې ډکيږي لا رباب سور شوی نه دی، لا تش دوه دوره اوښتی لا سا قی نوی راغلی، لا رندان نوي ګرمیږي لا د ځمکی تل کې ایشي، تللې وینې د ځلمیانو لا د دوی د تودو خاورو، سره ګلونه راغوړیږي لا زموږ په ارادو کې، عشق د منډو غلی نه دی شپه که هرڅه توفانی ده، څراغونه لا بلیږي لا وطن خلک رابولي، د میړانو معرکو ته لا هغه ژڼې ژوندی دي، چې تر هوډه قربانیږي لا خوریږي نیمو شپو کې، د توفان غاورې چیغې لا د غرو له جمدرونو، سیلاوونه راکوزیږي لا د وینو واټ پرانستی، لیونتوب دی لیونو ته لا په پښو کې د مستانو، ځنځیرونه سره شلیږي لا د ځمکی تناوونه، لاره باسي زلزلو ته لا په باد او بریښنا کې، ګردشونه رارسیږي لا د رزم ګرمۍ شته دي، زموږ په مټو کې د ننه لا زموږ په پښتون زړه کې، د "ایمل" وینه چلیږي لا په جنګ د تخت او بخت کې، زموږ لوبه ختمه نه ده لا همت د شیرشاهۍ ته، همایون له آسه لویږي لا د لوړو وریځو شاته، عقابان وهي وزرې لا په هسکو سردرو کې، افغانی زمري غوریږي لا د خپلی خاورې مینه، موږ ته وایي چې راپاڅئ لا خوب وړي د پیړیو، له خوبونو راویښیږي لا زموږ په کلاګانو، پښتني حیا خوره ده لا زموږ په دروازو کې، غیرتونه پالل کیږي دا به بیا یوه غوغا شي، لکه څاڅکی په څپو کې یو سرکښه یاغي سین شي، سمندر ته به رسیږي دا به بیا سپیدې خورې کړي، د اطلسو پالنګونو د بلورو په بیدیا به، رود د وینو راخوټیږي دا به بیا په لمر لویدو کې، د مرغانو سیل له ورایه "لکه سور بیرغ د فتحې، په سرو وړانګو کې رپیږي" ۴ دا به بیا زمزم ته رسي، د بیدیاوو جل وهلي دا به بیا په جل وهلو، د رحمت باران وریږي دا به بیا په مخه دانګي، دا زموږ جنګي آسونه دا به الوزي له کندو، دا به لوړو ته رسیږي دا به اچوي له سویو، سرې سکروټې په تکل کې دا به رسي تر هدفه، دا به خامخا بریږي دا به بیا اباسین ایشي، ډوبوي به تورې کونې تور پنجاب به وهل کیږي، له بنسټه به نړیږي دا به بیا زموږه ژڼې، لاره باسی آزادی ته چا چې زموږه سر غوڅ کړی، د هغه سر به غوڅیږي دا به بیا لنډی مسیږي، تن به باسي له بستره پښتانه به راپاڅیږي، پښتونخوا به آزادیږي   دا به بیا د "احمد" چیغې، ریږدوی د لاهور مراندې دا به بیا په کړاکږ کې، د "بیربل" ژامې ماتیږي دا به بیا "سیدال" راباسي، دمرګ توره په غجرو اخوندان به ترینه تښتي، امامان به ترې پټیږي دا د قم چړیان به پوه شي، چې افغان د ننګ په کارکې خپل پور نه پریږدي پردي ته، دا تقدیر دی نه بیلیږي ۱. عــــــــبدالغنـــــــی خان دلرې پښـــتونخوا لوی شاعر . 2. عبـــدالرؤف بینوا دبری پښتونخوا ستر ادیب اوشاعر ۳ . "دمه" په وزن د " رمه" دمه کیدل ٤. د قصیدې دغه بیت د امریکایي تور پوستي شاعر، لانګ فیلو د تخیل پښتو ژباړه ده لانګ فیلو دغه خیالي تصویر په خپل شعر کې چې " د غلام خوب" نومیږي، کارولې ده.

سليمان لايق

بېرته شاته