سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9871
ټول لیدونکې
1426782

زه اوسپوږمۍ


2018/27/08

نظم   له ښکلا جوړه يې حسني سپوږمۍ پاس داسمان پرسينه سپيني سپوږمۍ پرتورپوړني دي ټومبلي ستوري له شوخۍ ډکه يې زريني سپوږمۍ   بېګاچي راغلې داسمان غيږي ته خپل دښکلا پلو دي و غوړاوه زه دي راويښ کړمه د ووړانګو په لاس جام د رڼا دي پر ماولوراوه   تاپه زرينو او ورېښمنو ګوتو زما دلېمو ورونه پرانيستله راته مسکۍ لکه پيغله پر بام دخوب مرغۍ دي رانه واخيستله   بيادي په مينه وسينې ته جوخت کړم ترمادي تاٶ کړه د رڼالاسونه خداى خبرولي وارخطا غوندي وې  چي رېږدېدله ګراني ستا لاسونه   لکه په مينه باندي ګرمه پيغله چي رسوا سوې وي په مينه ديار په پښتني غوندي مالت کي اوسي ته لړزېدې لکه ځواني دچنار   ماته په زړه کي سول پيداپوښتنه ته خومعصومه يې ګناه نه کوې ښايي دچاپه غم غمجنه يې ته هيڅ دښمني ګراني دچانه کوې   مادرنه وکړه داپوښتنه ګراني خو ته ګونګۍ وې څه دي نه ويله مخته دي ونيوى دسمال دوريځو هغه شېبه دي څومره وژړله   بڼو دي يواوبل ته غيږي ورکړې ترې اورېدى درڼو اوښکوباران دزغم پياله دي نوره ډکه سوله دامرغلري دي کړې توئ پرګرېوان   تاراته وويل دحال په ژبه زما په شاني بله ښکلې پېغله ستادمالت خړو کوڅوکي اوسي خپل دبخت آس ده غورځولې پيغله   دخوب طاٶس ځني دردو وړى دى دپيغلتوب ګل يې غمو وړى دى ماته دخپل زړه بړاسونه باسي و څخه بخت دقسمت غلو وړى دى   له يوه ځوان سره يې مينه کول دخپل جانان سره يې مينه کول دې ته وو ښکلى تر دې ټولي نړۍ دزړه دګران سره يې مينه کول   د دوى ارواوي د يوبل په غيږکي وې دمحبت په زرين تارتړلي خودتقدير لوبه بيا بل رنګه وه وه دا دوه زړونه پر انګار تړلي   ځوان ځوانيمرګ سودځوانۍ پرڅانګه سوه نيمه خوايې ارمانونه پاته الله خبردى ددې پيغلي په زړه پرزړه يې دي درنه غمونه پاته   سارى يې نسته دښايست پرسيمه ده په ښکلا کي شاپېرۍ ته ورته څوک يې زماپه څېرسپوږمۍ يادوي په څېره ښکلي شهزادګۍ ته ورته   هرچاپه خيال کي داد ځان بلله چي دغه پيغله شهزادګۍ به زماسي زه به يې لپه کي اوبه وچښم دڅورلسمي شپې سپوږمۍ به زماسي   خوددې زړه په چا تړلى نه وو دزړه همراز يې پيداکړى نه وو روح يې دخپل يار پر مزارګرځېدى داسي محبوب يې بل ليدلى نه وو   قسمت وفا ورسره ونه کړله داګل څېره يې داسي چاته ورکړه چي ترشپېتو کلويې عمر تېردى پلارپه پيسو يوه بوډاته ورکړه   داورسکروټي يې تر تلو لاندي  نصيب ددې سره دالوبه وکړه زلمى جانان يې په بلا بدل سو بس په ژوندون کې يې داسوبه وکړه   زه داسمان اودادمځکي سپوږمۍ شپه ترسهاره په ژړاتېره وو ته باندي واغونده جامې دغزل دژوندقيصه ومخته ستا تيره وو   قلم راپورته که جانان شاعره اى دټولني ترجمان شاعره زه به دي ستـــورى داوربل کړم ګرانه داستا احساس دى راته ګران شاعره   زماله اوږو څه يې زريني څوڼي دمخه ښئ په توګه ټولي کړلې په ژړا ولاړه دلوديځ کږدۍ ته دا اورنۍ شېبې يې جوړي کړلئ

عبدالله ستوری

بېرته شاته