سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1392193

غزل


2018/27/08

لکه زخم د  درمان پسې کړيږم داسې مې د جانان پسې کړيږم   څومره تريخ دی کړنګهار د کليساو مسلمان يم د اذان پسې کړيږم   چې خندا يې ده سپرلی د ګلابونو  هغه ښکلي  هغه ګران پسې کړيږم   ترې لوګی شه د رڼا دا سپين ښارونه  زه مې وران افغانستان پسې کړيږم   ټول يادونه يې را تاو مې له زړګي دي  په سوګند او په ايمان پسې کړيږم   لونګ ستا د بيلتون دښته کې را شين شو  ستا د وصل د باران پسې کړيږم  

مختارلونگ

بېرته شاته