سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9871
ټول لیدونکې
1426697

زما دسولې لارويانوته


2018/02/09

زما دسولې لارويانوته
 
لاسونه ورکړئ ازادي دپاره
دخپل هيواددسوکالي دپاره
 
ابادي لاره کې يوځای به پرمخ ځوځوانانو
لښکر دسولې جوړوځوانانو
 
لاسونه ورکړئ سره يوشئ سره
دخپل وطنه ځينی تاوشئ سره
 
پښتنې پيغلې بدرګه درسره ځوځوانانو
لښکر دسولې جوړوځوانانو
 
افغان ملت ته ژوندهوسا راولو
سوله دجنګ نه خونبها راولو
 
افغاني ميندوته به اوښکې پاکووځوانانو
لښکر دسولې جوړوځوانانو
 
زرلشته سولې ته لښکر جوړوم
ځولې دخيرمې په سنګرګرځوم
 
دځوانيمرګو په مزار به شمع ږدوځوانانو
 
لښکر دسولې جوړوځوانانو

زرلښته حفيظ بشريار

بېرته شاته