سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1392084

غزل !


2018/07/09

    ترخه پیاله، زما په زړه هیڅوک د پام نشته  راکه نشه، زما په زړه هیڅوک د پام نشته تانه چې بېل شوم، د جنت ارمان مې ډېر وکړ جنت کې شپه، زما په زړه هیڅوک د پام نشته  د دهقان زوی یم، له سحره تر ماښام مزدوري  ورځ کې دمه، زما په زړه هیڅوک د پام نشته  چې له جانو سره یوځای چرته چکر ته لاړ شم  داسې شېبه، زما په زړه هیڅوک د پام نشته  تا چې پرون ماښام رقیب دله ته غاړه ورکړه شومه لمبه، زما په زړه هیڅوک د پام نشته نه راته مه کوه، کیسه مې تر اخېره واوره ته وایه ښه، زما په زړه هیڅوک د پام نشته  هغې ویل، د سپینې خولې شراب دې څښلي کله؟  ما ویل توبه، زما په زړه هیڅوک د پام نشته  صادق یوازې شو، یوازې شو، یوازې شو او نشته هغه، زما په زړه هیڅوک د پام نشته  ۱۳۹۷-۶-۱۵ / کونړ

صديق الله صادق

بېرته شاته