سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1392196

د مینې د تار


2018/08/09

  10هغه کارونه یا نښې، چې یوه انجلۍ/هلک یې کوم چاسره د مینې د تار غځولو په پار ترسره کوي. رښتیا دا دي، چې کله زمونږ د کوم چاسره د مینې د تار غځولو زړه وي نو که مونږ هر څومره هڅه وکړو، چې په دې تړاو هر څه پټ وساتو خو بیا هم مونږ په غېر ارادي ډول ځیني اکټونه کوو، چې کوم چاسره د مینې د تارغځولو مانا لري. دغه کړنې په لاندې ډول دي:   1- کله چې د کوم چا درسره د مینې کولو زړه وي نو هغه به تل هڅه کوي، چې د سترګو زیات تماس درسره وساتي. 2- هغه که په هر ډول کار کې بوخت/بوخته وي خو کله چې ته خبرې کوې، هغه به خپل ټول کارونه پریږدي او تاته به غوږ نیسي. 3- د هغه/هغې تل دا هېله وي، چې تاسره د وجود له لارې په اړیکه کې ووسي(وجود به درسره سولوي را سولوي). 4- هغه به تل دا غواړي، چې ته ورته د کوم کار د ترسره کولو ووایې او هغه یې په ورین تندي د ترسره کولو لپاره سینه وډبوي. 5- کله چې ته خبرې کوې ستا د مینې غوښتونکی/غوښتونکې به په موسکا سره ستا په خوا په ځیر-ځیر ګوري. 6- تل به هڅه کوي، چې په هر ممکن وخت کې له تاسره خبرو کولو لپاره ځان جوړ کړي. 7- کله چې ستا د مینې غوښتونکی/غوښتونکې له تاسره وي نو زیاته خندا به کوي او یا به یې پر څېره مسکا حاکمه وي. 8- هغه که هر څومره اړین کار ولري بیا به هم له تا څخه په ورین تندي بښنه غواړي او وایي به چې دا کار به وکړم که ستا خوښه وي او بیا به حتماً سره مجلس وکړو. 9- هغه به په باقاعده ډول له تاسره ټلفوني یا د میسیجونو له لارې اړیکې ټینګوي. 10- هغه به ستا ناسمه خبره هم نه ردوي او تل به یې په مسکا سره، د سر په خوځولو تائیدوي.   #ژباړه له یوه بهرني ساېټ څخه

طارق تسل

بېرته شاته