سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1392086

زمونږدسږکال دسولې دنړيوالې ورځې په وياړ شعار


2018/13/09

جنګ اوسوله ((مونږ دجنگونونه ستړي يو))  قدرمنولوستونکو:-داکلونه دي چې زمونږبيګناه هيوادوال هره ورځ قرباني کيږي ته به وايي دنړۍ ټول ګنهکارخلک همدلته دي چې دنړۍ دهرخوانه خلک زمونږدهيوالوالووژلوته راځي  داڅوم کال ده چې دسوی جسدونووريته شوي غوښې دانسانانوټوټه ټوټه اندامونه اومړه جسدونه دافغان فيسبوکيانوپه پاڼوکې ليدل کيږي پرون مې يوځل بيادخپل مظلوموبيګناه انسانانو دويراوماتم تصويونه اوصحنې مې ترسترګوشوې چې ډير يي خپه کړم يوخواته بيوزلي ،فقر،بيکورياو بيادادسولې مذاکرات څه مفهوم لري ؟    په حقيقت کې وحشت ده اودداسی وحشتونودوام زمونږ په هيوادکې جايز نه ګڼم زه تل داسی فکرکوم چې افغانستان خويومسلمان هيواددی ولې ټول جهادپه افغانستان کې روا ګڼل شوی  ولې دافغانستان تاريخ دډيروجنګونوشاهددی ؟   اوپه دی نوم نارواجګړه دکلونونه راپديخوا زمونږهيوادکې جريان لري زه دخپل ټولوهيوادوالونه هيله کوم لږ ويښ شئ لږبيدارشئ داستاسورواحق ګڼل کيږي چې دخپل رواحقوقودپاره مبارزه وکړئ دسولې دپاره خپل اوازپورته کړئ اوداپيدا کړئ چې جنګ دکوم هيواد نه زمونږ هيواد ته راځي او ولی  اياافغانان انسانان نه دي اوملل متحدولی دانه شي پيداکولی چې جنګ دکوموهيوادونوله لارې افغانستان ته راځي  چې مخنيوی يي وشي کيدا ی شي  اودخپلوټولو هيواد والونه هيله کوم چې دخپل اولسي سوله پال لښکرسره مل شئ اومرسته  يي وکړئ دوې دسولې لارويان او دوخت قهرمانان دي چې دهيڅ حذب تنظيم اوکوم سياسی جريان سره تړون نه لري فقط دافغانستان دمظلومو ولسونو دپاره دسولې لارويان دي کيدی شي دسپټمبردمياشتې په ورستيو ورځوکې ترنامعلومې مودی دپاره به زه له تاسوسره فيسبوک پاڼه کې نه اوسم خوداخبره تاسوته زه وايم ستاسودهيوادامنيت اوسوله ستاسوپه لاسوکې دی دخپل حکومت اوملي اردوسره همکار اووسئ خپل هيواد دوير او وحشت نه په امن کې وساتئ اودسولې لپاره خپل اواز اوچت کړئ ووايي چې  (مونږ سوله غواړو ) (جنگ بس دی) (مونږ دجنگونونه ستړي يو)  

زرلښته حفيظ بشرياردسولې لاروې

بېرته شاته