سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9871
ټول لیدونکې
1426798

هغه دوهمه سپوږمی هم ډوبه شوه (داستان)


2018/11/09



بېګاه زما يو ښه دوست خيال کې راغی
ډير مې راياد شو خو هغه له مانه ډير لرې و 
خوب راله هم راتلو خو زه له کټه پاڅيدمه
تاله مې لرې کړه ما ور د الماری لرې کړ
ټول کاغذونه مې راوسپړل نمبر مې کتو
چې يوه خړه لفافه راته په لاس راغله
زره مي يو درز وكړ بي سوچه شوم په ځان پوه نه شوم
زه بي اختياره شومه خوله مي ورته وسپړله
هغه چي ما له خپله ځانه و په زور هير كړی هغه ښايسته هغه تصوير مي پكي بيا وليده
دا د هغي مجبوري پيغلې ليونی تصوير و
چي د زړه كور يي بې له مانه په چا نه جوړيده
هغي زما سره په يوه كوڅه كي ژوند كړی و
دواړه واړه يوځای لوي شوي وو خو يو ځای نه شو
ساده پاده وه او خوږه وه د وفا چينه وه هغي به ويل ما كي دويني په ځاي مينه گرځي
زه هم وړوكي ووم هغه به هم بهر گرځيده
ټولو همزولو جينكو كي به هوس ښكاريدو
دې چي به كله جينكو سره چيندرو كوله
ملگرو ما به تري ډبی د چيندرو وتختاوه دا هم ښه ورانه وه چي مونږه به پاني كوله
دي به اكثره زمونږ له پخو نه بلوري تختول
ماشومه مينه ورسره يو شاني پيغله شوله
زه هم زلمی شومه زما محبت هم زلمی شو
هغه په ستر شوه د وخت پاڼه بدله شوله
خو كله كله به ديدن وشو ليده به وشو
زمونږ د كور نه د هغوي د كور په غاره لار وه
زما دتلو راتلو وختونه ورته ښه مالوم وو
ماته اكثر به يي د خپلي دروازي نه كتل
چي څوك به نه وو نو خبري به يي هم كولې
د پيدايش نه پس يي نوم ورله غوټی ايښی و
دومره ښايسته وه چي هر چا به په سپوږمی بلله
زما دزړه د ليونتوب نه مي مور هم خبر وه 
ماته به يي ويل خداي دي نوكر كړه چي دې كور اباد شي
كه زمونږ كور كي به زما د رشتي ذكر وشو
مور به مي ويل زه به مي خپل زوي له سپوږمی راولم
خو د سپوږمي مشري ورور كلي كي مړی وكرو
روغه كيدله خو سوره كي يي سپوږمي غوښتله
چي دا غوښتنه څنگ زما په زړګي نه ځاييده
داسي سپوږمي هم برداشت ونه كړو انكار يي وكړو
هغي ويل دا كومه پښتو ده او دا كوم اسلام دي
چي يوه لور دي په ډولی كي د دوشمن كره ځي
مړی دې ورور وکړي او اور ته دي بيا خور غورزوي
هغي ويل چې دا دستور غلط دی دا رواج ختم كړی
خو مور او پلار يي ورته دير په دلاسا وويل
ستا په شان ډيرو ډيرو خويندو قرباني كړي دي
كه ته انكار كوې نو ستا خوښه خو سوچ پري وكړه
ستا په اقرار دي د مرگي د خولې نه ورور راوځي د سپوږمي سترگو كي داوښكو سيلاب نه وچيده
هغه په يو دوه كي حيرانه وه هيڅ چل نه ورتلو
يو خوا د ميني مقدسه او ريښتيني جذبه 
بل خوا يي مخي ته يو شار شبر دستور ولاړ و
نه يي زما د محبت له قيده ځان ويستي شو
نه يي په خوله ددي رواج نه بغاوت كوی شو
ددي تصوير په ليدو بيا تير شوي وخت ته لاړم
بيا مي په هر زخم د مالگي باران ووريده
ددي تصوير سره يو خط و بيا مي ولوستلو
ما چي لوسته هري جملي ته به مي بيا بيا ژړل
سپوږمی زما سره يوه كوڅه كي لويه شوله
خو دا يي ماته رومبڼی او اخيري خط و چې
په دغه خط كي د سلام دگلدستي نه وروسته
هره جمله هره خبره د سلگو ډكه وه
هغي ويل چي دا بيخي زما په خيال كي نه وو
چه وخت به ستا تصوير زما له زره نه وشوكوي
هغي ويل زما خو داسي زندگي ارمان وه
چي زه به خپله ځواني ستا په قدمونو شيندم
خو د تقدير او د حالاتو قصه بل رنگه ده
زما د سترگو نه د ميني سيپاره شوكوي
زما د كور خلك په ما هغه رواج قبلوي
چي نه اسلام كي شته او نه يي زما ذهن مني
د ورور دښمن له مې سوره كي خپل بابا وركوي
دا به زما نه بر داشت نه شي مانه زړه صبر كړه
يو خو به بې له تانه ژوند وي نو په دي به مرمه
بل به په بدو كي واده شمه نو خاوري به شم
چي د خپل خوږ لالا د لاسه په ژوندوني مرمه
ددي نه ښه ده چي ځان مړ كړم خودكشي وكړمه
دا زما خط چي كله وگوري نو ويي سيزه
زما د مرگ نه پس پري خپل غمونه مه زياتوه
ما چي دا اوښکي اوښكي خط د سپوږمي ولوستلو
ما هم كاغذ قلم را واخيستو جواب مي ليكه
خو ما لا خط كي سلام هم پوره ليكلي نه و په دي كي چيغې شوي چه مړه شوه سپوږمي ځان پانسي كړ
په دې کې چيغې شوې چې مړه شوه سپوږمی ځان پانسي کړ

دوحيدزهير فيسبوک پاڼۍ نه کاپی

بېرته شاته