سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1391957

د ستر لیکوال د زو کړې د ۱۹۰ کالیزې په ویا


2018/14/09

  نوم : ليف نيکولايوويچ تولستوی ۱۸۲۸-۲۰۱۸
د زوکړې نېټه: د۱۸۲۸ م کال د سپتمبر ۹مه نېټه
د زو کړې ځای: د مسکو په ۱۶۰ کیلو مترۍ کې د تولا دښار ګوټي د «یاسنیاپالینا» سیمه.
د مرګ نېټه:د ۱۹۱۰ کال د نوامبر ۲۰مه نېټه
د خښولو ځای: د یاسنیاپالینا» په سیمه کې دده د کور ځنګل
آثار:
جګړه او سوله
۲- آناکارنینا 
۳- قزاقان
۴-رستاخیز 
۵-ماشومتوب 
۶- زلمیتوب 
۷- ځواني
۸- ابلیس 
۹- مسکو سرشمېرنه
۱۰- د ماشومانو کیسې
۱۱- شیطان او پیسې
۱۲- هنر څه ته وایي
۱۳- درې پوښتنې
۱۴- تش دهل
۱۵- مېږتون او کوتره 
۱۶- سپېڅلی اختر
۱۷- اعترافات
۱۸-د ایوان ایلیچ مرګ 
۱۹-بیګناه محکوم 
۲۰-ارباب او نوکر 
۲۱-حاجي مراد ------
۲۲- دسیواستوپول داستانونه 
۲۳-بې پایه مینه او نورې ډېرې ليکنې.

د جګړې او سولې د داستان ځانګړتياوې :
هغه اثر چې د کلونه ګوزراونه نه هغه زړولي شي،نه يې هېرولی شي بلکې د هرې ورځې په تېریدو سره د هغه د پرتم وياړ لاپسې زياتېږي.
په دې اثر کې د يوه ملت د روان ،دهغه ویاړنې او غرور او دهغو ستاینې او ويرنې، داسې غوټه او سپړل شوي دي چې هغه يې په يو ستر نه تکراریدونکي او بې سارې اثر بدل کړی دی.
د خورا وړو غوټو سپړل، هنري شننه او رواني ځانګړتياوو ته په پام سره دتاریخی پېښو، انځورونه ددې اثر غوره نښې دي.
ځینې نورې ځانګړتیاوې داسې يادولې شو:
۱-د ليف نيکولاوويچ تولستوی دا ليکنه ،هنر،فلسفه ،تاریخ او اخلاق سره رامروړي.
۲-د روسيې او نړۍ او تر غوره نه غوره رومان دی.
۳-دا یو شاعرانه رومان دی. نثر نه دی،شعر دی.ددې کتاب لپاره باید روسی ژبه زده کړل شی.
۴- هغه د رواني سپړنې یو بشپړ جونګ دی.
۵-هغه یو ستره، نه هېریدونکی حماسه ده.
۶-له فرانسويانو سره د روس دملت د دوو جګړو يوه د استرلیڅ( ۱۸۰۵-۱۸۰۶) او بله د برادينو او مسکو د فرانسویانو له خوا د اور ورته کول ( ۱۸۱۲-۱۸۱۳) تاریخ او انځور دی.
۷-دا رومان دجګړې سره هممهاله د څلورو روسې کورنيو د رستوف، بالکونسکي ، بيزاوخوف او کوراګین د ژوند بهير دی.
۸-تولستوی اصلا د څو کالونو په اوږدو کې ددې لپاره څېړنې وکړې او مواد يې راټول کړل چې د روسیې د يوه انقلابي غورځنګ ديکابريستانو په اړه يو کتاب وليکي، خو همدا مواد وروسته ددې کتاب د لیکنې اساسي سرچینې شوې.
(ديکابريستانو پر ۱۸۲۵ کال د پادشاه په وړاندې پاڅون وکړ. دغه پاڅون په کلکه وټکول شو او خپله انقلابيان سايبيريا ته و شړل شول.)
۹-دا کتاب لکه چې ومو ويل څوک يو شاعرانه، څوک يو تاريخ او څوک هغه يو فلسفي اثر ګڼي.
په دې اثر کې ویاړنه او رواني هڅې او لېوالتیاوې په یوه خورا هنري بڼه له عرفاني هغو سره مروړل شوي او د ښکلي هنري نثر او کولای شو ووایو په شاعرانه انداز پېیل شوي دي.
تولستوي،د تاريخی اضدادو سپړونکی دی.
هغه په دې رومان کې هرڅه داسې انځوروی چې هرڅوک يې په لوستلو داسې احساسوي چې دا پر ده تيرېږي.
۱۰-سره له هغه چې دا رومان دسترو نړیوالو سیالیو، د جګړې او روسیې د طبقاتي اخ او ډب انځور دی، خو هغه تر هر څه لومړی د ځانګړو برخلیکو او په کورني ورځنی ژوند کې دځانګړو وګړو د مینې، ویر، غم، مینتوب، وفا، بې وفاییو په تیره بیا مېړه او ښځې، د ماشومانو او مور او پلار رواني او ورځنی بیان دی.

لطيف بهانډ

بېرته شاته