سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1409447

وال سټریټ ژورنال


2018/15/09

  وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د افغان ښځو لپاره د امریکا متحده ایالتونو د پراختیايي ادارې د پروګرام پروموټ په اړه یو مطلب خپور کړی دی.د افغان ښځو لپاره تر ټولو لوی پروګرام چې په تېرو دریو کلونو کې شاوخوا نوي میلیونه ډالره پرې لګیدلي اصلاً خپل هدف ته نه دی رسیدلی. وال سټریټ په افغانستان کې د امریکا د مرستو پر سر د څارونکې ادارې یا سیګار د مشر په حواله لیکلي چې دغه پروګرام په افغان ادارو کې یواځې پنځه پنځوسو ښځو ته کار پیدا کړی او بس.د سیګار په باور د امریکا متحده ایالتونو پراختیايي ادارې په افغانستان کې خپل اهداف په پڅه مخته وړي او د امریکايي ټکس ورکوونکو پيسې یې له خطر سره مخ کړي.د افغان ښځو د توانمندۍ پروګرام چې پروموټ یې بولي په عمومي، خصوصي او مدني برخو کې د ښځو د پرمختګ لپاره د پنځو کلونو په مخه پیل شوی و.وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ربوټ ورکړی هدف دا و چې د دغه پروګرام له لارې دولس سوه ښځې په حکومتي ادارو کې شاملې شي خو اوس یواځې پنځه پنځوس ښځې د دغه پروګرام له لارې د دولتي کار څښتنانې شوي.سیګار وايي دا ډېر ضعیفه هدف دی.  د امریکا متحده ایالتونو پراختیايي ادارې یو اس اېډ سمدستي د سیګار یا د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د مرستو پر سر د څار ادارې د موندنو په اړه تبصره نه ده کړې

مطيع الله خروټی

بېرته شاته