سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9889
ټول لیدونکې
1452556

یوه پېغله وایي:


2018/19/09

د مؤذن غږ مي واورېده نو ؛
د یوې شېبې لپاره مي موسیقي بنده کړل
خو د اذان اورېدلو په وخت کي مي داسي احساس کړه چي ګویا د مؤذن غږ عجیب او غریب دی
د اذان د خلاصېدو په تمه وم.
کله چي اذان خلاص شو نوې سندره مي چالانه کړل
خو له ما سره بیا هم د اذان اورېدو پر وخت د هاغه عجیب او غریب اواز اورېدلو وسوسه موجوده وه.
(زه په همدې حالت کي وم چي څه دپاسه) له شلو دقیقو وروسته مي یوه چېغه واورېدل ، چي په ډېر لوړ غږ سره وه ، زه هم په منډه سړک (کوڅې) ته را ووتلم ، ومي لیدل چي ټول خلک له خپلو کورونو څخه دباندي راوتلي دي او په ترهېدلي( ډارېدلي) انداز سره د اسمان لوري ته ګوري ، ومي غوښتل چي له دې ټولۍ څخه وپوښتم ، چي هلته څه پېښ شوي دي؟؟؟
خو هیڅ چا هم ځواب را نه کړ!
تر دې پوري چي خپل پلار ته ور وګرځېدم (ورغلم).
پلار مي راته وویل : لمر د لويځ له لوري څخه راپورته شوی دی.
اې لوري ! د توبې دروازه وتړل شوه.
داسي مي احساس کړه لکه ټول وجود چي مي مړ شو
د دې خبري له اورېدو وروسته ودرېدلم. 
ومي کتل چي هیڅ چا بل چا ته پام نه کاوه.
نه مور ، نه پلار ، نه زوی ، نه لور ، نه خاوند ، نه مېرمني ، نه ورور او نه هم خور...
او په دې لحظه کي مي په غوږ کي یوه ږغ ازانګه وکړل هغه د الله تعالی دا قول چي فرمایي:
يَوْمَ يَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ أَخِيهِ (34) وَأُمِّهِ وَأَبِيهِ (35) وَصَاحِبَتِهِ وَبَنِيهِ (36) لِكُلِّ امْرِئٍ مِنْهُمْ يَوْمَئِذٍ شَأْنٌ يُغْنِيهِ (37).
[سورة عبس]
ژباړه : هغه ورځ چي سړی (انسان) له خپل وروره تښتي ، او له خپلي مور، او خپل پلار،
او خپلي مېرمني او له خپلو اولادونو څخه (تښتي) ، 
له هغو څخه به پر هر يوه په دې ورځ داسي حالت راشي چي د ځانه پرته به يې بل هيچا ته پام نه وي.
ولاړم تر څو له خپلي مور سره خبري وکړم (هغه چي زه ډېره پر ګرانه یم).
خو له بده مرغه چي هغې ماته هيڅ ځواب را نه کړ.
دا هغه څه وه چي ما په خوب کي ولیدل.
خو!!!
دا هر څه یوه ورځ په حقیقي او واقعي شکل سره راتلونکي دي.
پس ای هر هغه انسان!!!
کوم چي د دې ورځي د لیدو او راتلو په تمه یې ، ایا د دې ورځي لپاره دي څه تیاری نیولی دی؟؟؟
یو صالح کس د یو سړي له څنګه تېرېدی چي هغه سړي غوښي کبابولې.
دې صالح کس وژړل.
کباب پخوونکي ورته وویل : ولې ژاړې؟
ایا غوښي غواړې؟؟
صالح کس ورته وویل : نه!
زه د ادم علیه السلام د بچي پر حال ژاړم.
ځکه حیوان خو په داسي حال اورته اچول (کباب) کېږي چي مړ وي خو انسان به په داسي حال کي اورته واچول شي چي ژوندی به وي.

ژباړه

ساجده اوريا

بېرته شاته