سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9871
ټول لیدونکې
1426726

ملي يوالى غواړو،مينه غواړو


2018/30/10

 

خوښي موسکا مو ښه حسينه غواړو

جنګه نامراده نور دې نه شو زغمي

دنيا د سولې ګلورينه غواړو

خالقه خدايه دعا مو ته ومنه

ورورولي غواړو بهارونه غواړو

د ژوند خزان موچې پرې پاى ته رسي

اغزنولارو کې ګلونه غواړو

چې هر قدم مو وي د سولې په لور

له هر افغان داسې قولونه غواړو

چې ېې شعاروي د ورورولى او يوالي

له هره خوا داسې غږونه غواړو

سپين او خيبرمې نن نارې وهي بيا

وايي جنګ نه غواړو خيرونه غواړو

(مينې) ژوندون موتور له غمه ستړى

نور له تقدير نه خوښ وختونه غواړو

مينه صابر وردګ

بېرته شاته