سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9871
ټول لیدونکې
1426686

شپون


2018/30/10

 

زموږدکلي شپانه

زړه شپيلۍ درلوده

هغه له موږپه عمر لوى و

ځکه به موږ ورته کاکا ويلې

نن سبائي کوڅه کې مخ ته راغى

دديوال خواکې غلې و دريدمه

رمه چې ټوله لاړه

زړه اونا زړه مې ورته وويل !

کاکا له تانه يوڅه وغواړمه ؟

شپانه شپيلۍ غاړې ته واچوله

وايه کاکا دي ځارشه

ما ته شپيلۍ جوړوى ؟

ستا د شپيلۍ آوازمې ډير خوښيږي

کړکې به زه درکړمه

ته ترې شپيلۍ جوړه کړه

شپونکي موسکي غوندې شو

اوبيا يي وويل راته

کړکۍ خو زه هم لرم

خوپکې زړه نشته دي

تاته به ښکلي غږ لرونکې

شپيلۍ زه جوړه کړم

زړه ورته ته پيداکړه

حميرا کاوون

بېرته شاته