سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9871
ټول لیدونکې
1426781

هيله


2018/30/10

         هيله

زما د غم په ورځ پيدا بچيه

زه مى د ژوند خوښي له تا غواړمه

زما نيمګړى مينه ته پوره کړه

زه ستا په سترګو کى دنيا غواړمه

ته خو زما دژوند بدل يې ځويه

ته د ازل نه يو اتل يې ځويه

په تاکى نښى شفيق وينم

ته مى د هرې ورځ تکل يې ځويه

دپا کى مينى يو ثمر يې زما

د سړو ورځو يو تود لمر يې زما

ته د تيارو پسى رڼا يې ځويه

ته دى ورک شوي سر يو سريې  زما

ستا په زړګى کى محبت  وينمه

ستا په راتلو کى لوى حکمت وينمه

حسيبه شهيد

بېرته شاته