سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9871
ټول لیدونکې
1426690

حميرا کاوون


2018/30/10

 

حميرا کاوون دبريد جنرال نورالحق کاوون لور ده ، چې په  ١٣٥٠ کال کې دکاپيسا ولايت د تگاب ولسوالۍ د نوروز خيلو په کې په يوه شتمنې او روڼ آنده کورنې کې زېږېدلى ده نيکه يي د قوم مشر او ملک او ددغى سيمى ستر سوداگروو .

حميرا کاوون په قوم ساپۍ ده او په ١٣٥٧ کال کې دکابل ولايت د بي بي شمسو په ابتدايه ښوونځى کې شا مله شوه . وروسته لدې چې د آمنه فدوى د عالي ليسى د ١٢ ټولګې څخه فارغه شوه ، نو دهغه ټولنيزو ستونزو او خپل منځۍ جګړو له امله چې په هيوادکې رواني وى ديي نشوکړاى چې خپلو لوړوزده کړو ته دوام ورکړى  .

هماغه وچې هغى د لنډ مودې لپاره دځوانانو په سازمان او بيا په ١٣٧٣ کال کې د نسوان په موسسئه کې د خبريالى په توګه دنده واخيسته ، حميرا کاوون دشپږم ټولکې نه را پدي خوا دلنډ کيسو او شعرونو په ليکلو پيل کړى خو هغه په ١٣٧٣ کال کې پدى وتوانيده چې خپل شعرونه دمرحوم استاد محترم اسحاق ننگيال له نظر تير او بيا په مطبوعاتو کې خپاره کړى . دهيواد په دننه او بهر کې يي گڼ شمير مقالى او شعرونه په مجلو او کتابونو کې خپاره شوېدى ، اود شعر او داستان په برخه کې يي دلومړى درجى ، دوهم درجه او دريم درجه جايزى او ستاين ليکونه تر لاسه کړيدى . او همدا رنگه د ژور ناليزم په ډگرکې هم د پام وړبرياوي ترلاسه کړيدى او ستاين ليکونه لري .

حميرا  د ميرمن مجلى دخبريالى ، ارشاد النسوان دجريده دخبريالى ، دميرمن مجلې د مسؤولۍ مديري ، دارشادالنسوان دمسؤلى مديري په توګه او بلاخره بيا هم د ادارئ اصلاحاتو او ملکې خدماتو په ترڅ کې دميرمن مجلې دمديرى په توګه دنده ترسره کړه يده . حميرا ددي ترڅنګ چې دسيد نورمحمد شاه مينى دنجونو په ليسه کې دښونکى په صفت دنده لري د سفما افغانستان دجنوبى آسيا د مطبوعاتو دڅانګي په اجرائيو برخه کې دلومړۍ مرستيا په توگه دنده لرى ، او لاندنيو ټولنيزو او فرهنګى ټولنو سره د غړيتوب افتخارلري :

ـ د قلم ټولنه

ـ دژورنالستو ښځو ټولنه

ـ دافغانستان دژورنالستانواوخبريالانوملى ټولنه

ـ دميرمن ټولنيز- کلتورى بهير

هغه اوس پدى توانيدلۍ ده چې دوخت نه په استفادى سره خپلى لوړى زده کړي كوي او دساينس دڅانگى دلومړى کال محصله ده . واده يي کړيدى پنځه زامن او يوه لور لري .

سپوږمۍ نوري

بېرته شاته