سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9871
ټول لیدونکې
1426737

خاطره


2018/30/10

خاطره

ما ته هغه شپه راپه ياده شوه اوس

ته زما کورکې يو ميلمه شانتې وې

زماپه زړه کې دغنچو نڅادې وليدله

زما داوښکوپه درياب لمبا دې وليدله

ما درته وغوړاوه خپل دصداقت دسترخوان

تا ډوډۍ وڅکله

کله دستړي اوستومانه شپانه

سردې پر ځمکه کيښوداوبيا ويده نشولې ته

خو چه سهار راپا څيدم بيارانه تللى وې ته

او دتوشک ﻻندې دې ډيرې روپۍ ايښې راته

زه درنه ښه خپه شوم

تا دا زما دصداقت او بې ريا دستر خوان

او د اخلاص کټورانه په بيه وکړه

ته مې بياونه ليدې

عارفه بهارت

بېرته شاته