سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9871
ټول لیدونکې
1426785

غزل


2018/30/10

 

           

سپرليه چې راځي له خوشحالو سره راځه

غمونه لرې پريږده له وږمو سره راځه

چې ښکلي شان مخونه له نظره نه شي چيرې

نذرانې لپاره ګوره سپيلنو سره راځه

سپرليه ته خو راغلې خو هغه ماليار دې نشته

دسولې زيري راوړه قافلو سره راځه

داځل به دې ماليار شم چې ته نه شې نااميده

شهيدان په وينو سره دي کاناموسره راځه

ارغوان په غوړيدوکړه خزان دي ډير څپلي

د سره غاټول دپاره سرو رنګوسره راځه

د رامبيل چامبيل ريحان ګلاب لپاره

د ګل مخ چې پريمنځل کا شبنمو سره راځه

دغره لمن کې ګوره انتظارکې درته ناسته

کوچيانو کډو لپاره دخيمو سره راځه

چې دغره لمن شي پلنه هره خواوته ګلزار کړه

دشپانه غزل ته ګوره دشپيلوسره راځه

مرغلره بابۍ

بېرته شاته