سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9871
ټول لیدونکې
1426699

دسولې په هکله نوي پلانونه


2018/30/10

که څه هم اوس خلک ډير دسولې راتلو ته بی باوره شوي خو سروراحمدزی پخپل فيسبوک پاڼه کې ليکي چې طالبانو سره د اوربند موده غځول او د امریکا سره د طالبانو نيغ په نېغه خبرې:

د مودو راهيسې طالبانو په دې ټينګار کاوه چې دوی د افغان حکومت نه بلکې د امریکا سره د سولې خبرې کول غواړي. امریکا نه غوښتل چې طالبانو سره دافغان حکومت پرته خبرې وکړي، ځکه بیا د افغان حکومت قانوني بڼه تر پوښتنې لاندې راتلای شي. تېره میاشت د امريکا سیاسي او د پاکستان پوځي چارواکي په دې سلا شو چې امریکایان به د طالبانو سره خبروته کيني، خو افغان چاواکي به هم په کې شتون ولري. ترڅو دسولې پروسېه اعتباري او ګړندی شي، افغان او امريکايي چارواکو د اوربند غوښتنه کړېوه چې په پایله کې يې دا درې ورځې اوربند وشو. اوربند کېدای شي په یوه اوږمهاله اوربند بدل کړی شي. د جولای په میاشت کې د طالبانو سره د خبرو اترو د پیل په اړوند د پاکستان سره خبرې ترسره شوېدي او ناستې دپاره امريکا او پاکستان د لوجستيکي اسانتیاوو او د ناستې د ځای په اړوند هلې ځلې ګړندی کړېدي. 
امريکا او افغان حکومت اوس هم د روسې او اېران په اړه اندېښنه لري چې کېدای شي دغه دواړه هېوادونه چې د امريکا سره ژوره تربګني لري، افغان حکومت ته طالبانو سره د سولې په پروسه کې خنډونه او ځنډ رامېنځته کړي. په کور کې دننه اجرایه ريس په دغه خبرو کې دطالبانو سره د افغان حکومت په پلاوي کې د خپل استازي غوښتنه کوي چې تر اوسه پورې ولسمشر غني خپل پلاوی لا نه دې ټاکلې. د سولې په دې پروسه کې افغان مېشته اېران پلوي ګوندونو، جهادي مشرانو او دوستم، هم په پروسه کې د ګډون او مشورو غوښتنه کړې. همدغه څېر ولسمشر به څو ورځې وروسته د ولس د استازو، جهادي مشرانو، علماوو،قومي مشرانو او مدني ټولنو سره د مشورې غونډې وکړي. د افغانستان د بشري حقوقو د کمېسون مشرتابه د طالبانو د بشري حقوقو څخه دسرغړونې په اړوند دولسمشر دسولې دې پروسې سره مخالف څرګند کړی. 

که څه هم ولس بايد د تل پاتې سولې تمه په لنډ وخت کې ونه ساتي خو د پخوا په څېر داځل د طالبانو موقف د سولې په اړوند لږڅه روښانه ښکاري.راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې او د طالبانو سره سوله

د خلیلزاد په استازیتوب امریکا پلان جوړ کړی چې په راتلونکو دوه کالو کې طالبانو سره په افغانستان کې دایمی اوربنداو بیا د سولې د پاره د لوی جرګې له لارې د سولې پلان قبول او رسمی د افغان حکومت اد طالبانو د مشرتابه له اړخه لاسلیک شي. په تېرو شپږو میاشتو کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ درې ځلې ناستې شوی.

که څه هم طالبان په حکومت کې پرته د ټاکنو پنځوس سلنه واک غواړي خو امريکایان غواړي چې طالبان د یوې سیاسي ټاکنيزې پروسې له لارې چې د افغانستان د اساسي قانون سره برابره وي، دغه برخه ورکړي. په راتلونکې میاشت کې به خلیلزاد بیا سیمې ته راشي او په دې سفر کې به د روسي او چیني مقاماتو سره هم ليدنې ولري. همدغه څېر به امريکا ولسمشر غني په راتلونکې میاشت کې واشينګټن ته دعوت کړي او ولسمشر ټرم به د سولې د پلان اخري جزیات ولسمشر غني سره شريک کړي. راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې شاید د یو کال دپاره وځن‌‌‌‌‌‌ډول شي تر څو د سولې پروسې ته کافي وخت برابر شي.

گلالۍ طوطاخيله

بېرته شاته