سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9889
ټول لیدونکې
1452620

ز مـــا مينه لېونۍ ده ...؟!


2018/10/11

  زما مینه لیونۍ ده .. زه کوچی یم دا کوچۍ ده  ****** کله وتړی وزرې .. خیال ملګری کړی دلاری  پاس دستورو په هېوادکې .. تېروي د یخنۍ ورځې  * کله غر کله زره شی  کله دومره شي وړه چې دزرې زړه کې دېره شي  * اور پر سر وړی لکه شمعه  رڼوي تیاره ګوټونه  دسېځلو له کرمه  * له توپانه خراج غواړی  انتقام دماتو ستورو  له آسمانه خراج غواړی  * کله سترګو نه پنا شي  کله ټول په تماشه وی  چی ما مړ وګوری راشي  * دا سرکشه دا مغروره  کله راشي له معراجه  کله بیا له کوهِ طوره  * په لاس نه راځی یاغی ده  ځنځيرونه یی مات کړی  کنترول نه منی باغی ده  * لکه مسته هوسۍ ترپ کړی  په هوا له ښکلی مخه  دښايست ګلون قف کړی  * کله سین کله چینه شي  کله ماته لکه څانګه  سره اوژېړه زرغونه شي  * کله ځل دمرغلرو  کله سیوری دچنارشي  کله غاړه دنښترو  * دنارنج دګل خوله ده  کله شعر کله رُمان شي  راوتلی په میله ده  * زما مینه لېونۍ ده  ګډوي سره رنګونه  ته به وایی دا یی کارو  پرې اخته یی و نیکونه  * که خدای مکړه چی دا نهوای  نوله ماسره به حلکو!  دژوندون په نامه څه وای ؟ زما مینه لېونۍ ده  زه کوچی یم دا کوچۍ ده ؟

عبدالواهاب سر تير

بېرته شاته