سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9889
ټول لیدونکې
1452546

حيوانات دطبعيت دښکلا يوه برخه


2018/18/11

  زمونږ په ټولنه کې تربيه ته هم تر تعليم دلمړيتوب حق ورکړی کورنۍ تربيه دماشوم په روزنه کې اوکله بياچې داماشوم لويږي دهغه په شخصيت جوړونه کې ډيرتاثيرلري خو زمونږ په ټولنه کې بيا دی اصل ته ځکه پاملرنه کمه ده چې دتعليم کچه ډيره ټيټه ده اکثرا ميندې او پلرونه نالوستی دي ځکه نوپوهان وايي چې تعليم مهم دی خوتربيه ترهغه هم پورته اوډيره مهمه ده.  پرانسانانو اوحيواناتو باندی ورحميږئ  دکاناډا په هيوادکې انسانان خو لا څه چې پر حيواناتو باندی هم ډير رحم کيږي په پسرلی کې يوه ورځ زمونږ حويلې کې يوه مات وزرې مرغۍ پروته وه په اغلب گومان مې پيشو ورسره لوبيدلې و ځکه چې اکثرا پيشوگانې  دلته تعلمي دي وحشي پيشو په کوڅوکې دگرځيدو حق نه لري  نو زما زوی دحيواناتو دفتر ته زنگ ووهل چې دلته زخمي مرغۍ پرته ده ډير ژر دوکسان دقفص سره راغلل دا مرغۍ يي په گاذ کې تاوه کړه او ددرملنې دپاره يي دحيواناتو روغتيايي مرکز ته يوړ      حيوانات دطبيعت دښکلا يوه برخه گڼل کيږي ماهاتما گاندی وايي کوم ملت چې دحيواناتوسره مينه اوزړه سوی ولري دانسانانو راتلونکې به يي هم نيکمرغه وي اوياکه غواړی دکوم هيواددخلکوپه فرهنگ باندی پوهه شئ نو ترهرڅه دمخه دهغه هيواد دخلکوچلند دهغه هيواد دحيواناتو سره وگورئ .

زرلښته حفيظ بشريار

بېرته شاته