سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9889
ټول لیدونکې
1452594

د طالبانو او خلیلزاد په لیدونو کې په لاندې ټکو توافق شوی


2018/18/11

په نیږدې راتلونکي څو ورځو کې به د انس حقاني په ګډون د طالبانو نیږدې یو شمیر بندیان چې د منځنۍ کچې طالبان دي په لومړي قدم کې له بنده څخه خوشي کيږي. کله چې دغه بندیان امن ځایونو ته ورسیږي له هغه وروسته به دوهم ګام طالبان پورته کوي او د یوې اونۍ لپاره به اوربند اعلانوي ، د یوې اونۍ په جریان کې به امریکایان د ځواکونو د وتلو مهال ویش اعلانوي او ددې تر څنګ به د یو قوي تضمین له مخې چې ملګري ملتونه او د قطر هیواد به يې کوي، طالبان خپل د پېښور او کوټې دفترونه د افغانستان دوو سیمو ته را انتقالوي
.
دریم ګام به بیا طالبان پورته کوي او د یوې اونۍ اوربند به دریو میاشتو ته غځوي او د دریو میاشتو د اوربند په موده کې به موقتې ادارې ته د واک پر لیږد ، د موقتې ادارې د مشر په ټاکلو خبرې کيږي . دلته يوه یادونه اړینه بولم چې د موقتې ادارې د مشري لپاره خلیلیزاد د طالبانو مشرانو ته د اتو کسانو نومونه وړاندې کړي چې د دواړو خواوو له موافقې وروسته به ټاکل کيږي . کله چې واک موقتې ادارې ته وسپارل شوو، د موقتې ادارې دنده به دا وي چې په اساس قانون کې د تعدیل لپاره لویه جرګه را وغواړي او د ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي

گلالۍ طواخيله

بېرته شاته