سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9889
ټول لیدونکې
1452523

زموږ دا بې ځايه غېرت ډېرې ستونزې زېږ وي!


2018/06/12

زموږ ټولنه چې څو لسيزو جنګونو داسې ژوبله کړې چې که څو لسيزې زړه له تله کار وکړو نو يو څه به وشي،خو دا څه کم دوه لسيزي کيږي چې ديو پراخ بنسټه دولت په شتون کې لا زموږ بدمرغۍله تېر وخت نه په توپير او نورو ډولونو پراختيا وموندلې ده. زموږ دټولنيزو ستونزو نه يوه هم د اولادونو ترمنځ دتوپير کولو ستونزه ده چې له امله يې موږ زوی ته دلور په پرتله په ښه نظر ګورو او دا په دې مانا چې زوی په پېداېښت سره خوښي ډېره زياته څرګند وو خو دلور په پېدايښت سره بيا هومره خوښ نه يو،خو په دې برخه کې استثناات شته. دغه ياده ستونزه خو دومره ده يا نه ،خو بله لويه ستونزه چې په زياته کچه په پښتنو سيمو کې ده هغه په زوی زده کړه کول او په لور نه کول دي چې دا موږ ته يو ډول شرم ښکاري او پرې زده کړه نه کول راته غېرت ښکاري،خو په دې فکر نه کوو چې ددې کارله امله څومره ستونزې موږ ته زېږيږي!!! زه منم چې په دې برخه کې ټولنيزې ستونزې شته خو هغه ستونزه چې دمېرمنې زده کړو نه کولو له امله رامنځ ته کيږي له دې زياته ده او زموږ په ټولنه کې هيڅ دزغم او جبران وړ نه ده. له بده مرغه موږ خپله خور،لور،مور،مېرمن او نور دکور ښځينه غړي کله چې ناروغه شي نارينه ډاکټر يا روغتيا پال ته نه بيايو خو ولې په مقابل کې په خپل ښځينه غړو زده کړه نه کوو او ښوونځی پرې نه وايو او دا راته يو ډول بې غېرتي ښکاري چې  خپله خور او لور ښوونځي ته وليږو،خو بيا دا راته غېرت ښکاري چې خپله خور ،لور او نور په نارينه ډاکټر يا روغتيا پال معاينه کړو!!! زموږ په سيمه کې اوس ايله درې يا څلور ښځينه روغتيا پالې ياډاکټرانې شته ،يوه ورځ يو کس وويل:- ولا پلانکۍ ډاکټرې ښې پېسې  وګټلې!؟ ما ورته وويل: ګوره وروره نه به يې ګټې څومره ستونزې او سختې يې ګاللي،اوولس اتلس کاله يې زده کړه کړې او بيا له دې غېر خو ته دغسې وکړه په خپل لور او خور زده کړه وکړه،ښوونځی پرې ووايه او بيا پوهنتون....او ډاکټره يې کړه! اسلام يو مبارک او دانسان دهوساينې دين دی او دا چې دا يوه اړتيا ده نو اسلام  هم نارينه او ښځينه ته دزده کړو ترلاسه کولو اجازه ورکړې چې په دې باره کې دانسانيت ستر لارښوود(ص)ښکلي حديثونه شتون لري، خو موږ بياداسلام لارښوونو ته غوږ نه ږدو. زه وايم که غواړو په خپل لور او خور ښوونځی ووايو نو بايد لږ تر لږه  په ځان ډېر تکليف تير کړو ترڅو دټولنيزو ستونزو سره مقابله وکړو نه دا چې  ورته تسليم شو او له امله مو خپله خور او لور له زده کړو پاتې او په راتلونکې کې بيا دښځينه ډاکټرانو دنشتوالي سره مخ او خپله په لويه ستونزه کې راګير شو. که مو داسې ونه کړل او دغه بې ځايه غېرت مو وکړ نو تل به له ستونزو سره لاس او ګريوان او ژوند به مو له ستونزو ډک وي.  نو هيله ده چې په خپلو نارينه اولادونو په څېر په ښځينه اولادونو هم د زده کړو لارې چارې برابرې او دشته ټولنيزو ناخوالو او ستونزو سره مقابله وکړواو خپلې موخې ته ځان ورسو ،څو اولادونه مو دښه ژوند څښتنان،دټولنې ستونزې مو حل او په پای کې نېکمرغي مو په برخه شي. په همدې هيله

ضياالرحمن سپين غر

بېرته شاته