سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9889
ټول لیدونکې
1452560

څنګه کولای سو تل خوشحاله او ځوان اوسو


2018/06/12

د خپلو تجربو او لیکنو په لړ کي نن دا مهیم مضمون خپروم؛
ځیني انسانان چي هر څومره زړېږي او ځوان پاته وي نو خلګ په اندېښمن وي او فکر کوي چي څنګه ځوان پاتېدلای سو. نو لاري یې ډېري اساني دي چي د شپېتو کالو یاست لا به دېرش کلن معلومېږي! 
اول باید انسان مسلمان د الله تعالی تر ټولو غوره حکم د لمانځه چي دي عملي کړي، په دوامداره توګه لمونځ کول او قضايي پکښي نه کول د خوشحاله ژوند یو تر ټولو ستر عامل ګرځي، یو څوک وايي چي زه لمونځ کوم مګر بیا هم غمجن یم دا پدې معنا چي ستا په لمانځه غلطي او سستي ده، د جماعت لمونځ پنځه وخته شروع که الله به دي د هر مشکله وساتي.
دوهم د ژوند په هره برخه کي باید انسان خپلواک او تقویه اوسي، ځان ته باید هر وخت تسلي ورکول سي چي د هر څه د پاره بس یو زما وجود کفایت کوي. پیسې، ډالر او دا مادیات باید د ژوند معېار ونه ټاکي. زموږ په ټولنه کي اوس بس چي څنګه پیسه پیدا کي، حرام، حلال، د بل مال بس هېڅ نه پېژني دده مغازه یوازي پیسې ګرځېدلي نو خاوري به یا خوشحالي پیدا کې یا ډالر.
دریم په ژوند کي باید هر کار په شوق وسي، هغه پخواني خلګ وايي وای شوقي سړی خدای نه خزانوي، نو شوق په څو ډوله دي څوک د ښو شېنګېاو شوق لري، څوک د ښو مرغانو، څوک د وچو دښتو، څوک د ښو کتابو، څوک د ښه عبیدالله جان د غزلو او داسي ډېر شوقونه سته چي انسان ساعتېري په کښي کېږي.
دونېا دوې ورځي ده، اول اسلام دوهم باید د ژونده خوند واخلو، د خدای تعالی دا یو شکر دي چي روغ یو، سالم یو، سترګي، غوږونه، لاسونه، پښې لرو، مور پلار، وروڼه، کورنۍ لرو، هر ځای قدر لرو دا خو لویه باچاهي ده.
هر وخت پر هغه څه شکر کاږه چي لري یې، هیڅکله لکه د سلخانې ټپوس ناحقه ناحقه حملې مه وهه، هر وخت د باز غوندي ښکاري اوسه، هر وخت د هوسۍ غوندي زیب و زینت په ځان او کردار کي راوله.
د حضرت سیدنا محمد ص په رقم اخلاق پېدا که، د حضر ابوبکر صدیق صاحب په شان صداقت، اخلاص پیدا که، د حضر عمر فاروق رض په شان غیرت، شجاعت او عدالت پیدا که، د حضرت عثمان رض په شان د قران کریم تلاوتونه کوه او د شاه مردان حضرت علی صاحب په شان سخاوت، عطا، بخشش او مردانګي پیدا که.
ددوۍ ځای ته که نسو رسېدلای د سیرت صفات خو یې لږ عملي کولای سو ؛ زه اطمینان درکوم نه به په ژوند دا احساس پیدا سي چي یا ځآن وژنم یا دا دا.
زه خپله یو شوقي سړی یم، ښه شنګېا مي خوښه ده، ښه تعلیم مي خوښ دي، ښه ښایسته ترخه کافي، ښه تریخ سېګار، ښه خوږې د عبیدالله جان پیتې او هر څه پر خپل وخت خوښوم.
دا لیکنه مي پدې وکړه چي دا څو ورځي په کندهار کي څو ځان وژني وسوې.
نو ځوانانو!
سر مات کئ، مګر ځآن ته الهي او د ټولني پېغور مه پرېږده! ځان وژنه د بې ننګه او بې غیرته انسان کار دي، مردان هغه دي چي د مشکل څخه دفاع وکي، نو چي ته نه یې ستا مور به ستا د مشکل څخه دفاع وکي؟

عابد نورزی

بېرته شاته