سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9919
ټول لیدونکې
1476201

فغانان جنگ نه بلکۍ سوله غواړي


2018/19/12

  که طالبان رښتياهم افغانان وي نوحد اقل خپل افغانانوسره هم وگوري  او دوې دی دهيواد دقدرت سودا دنورو سره دی نه کوي اوس افغانان هغه پروني افغانان نه دي او امريکادی هم پخپل سر بی دافغانستان دحکومت نه پريکړی دی نه کوي افغانان طالبان نه غواړي په حقيقت کې سوله اوپه سوله کې روزي اوژوندکول غواړي کنه طالبان خو مخکې هم قدرت درلود مگرخلک له لوږی څخه فرار ته مجبورشول دافغانستان اوسنې حکومت کې بايد طالبان هم دخيل شي اودافغانانو دوژل کيدو مخنيوی دې وکړي څلور ليسزه جنگ معيوبيت،بيکوري بی روزگاري ،قتل داهرڅه دجنگونوثمرو نو بعد له دی نه دجنگ دواړو خواوته په کارده جنگ دی بس کړي ټولنه کې زير بنايي کارونه دی شروع شي   تاسو جنگ کې دخيل دواړو اړخونو ته زه دا ويل غواړم نور ورور په ورور مه وژنئ شرم وکړئ افغانستان ديتيمانو ،کونډواومعيوبينو نه ډک شو دوې ته ژوند جوړ کړئ زه پوهيږم تاسو دچالخوانه جنگول کيږئ اوبيا هم دچا لمنه نيسئ خپل خويندې ميندې چې ستاسو ناموس گڼل کيږي دسرکونو نه ټول کړئ چې خيرات غواړي اويا دژوند دوام لپاره نوروکارونو ته به هم که مجبور شول لاس به اچوي بس مونږ سوله غواړو زه دجنگ يوه قرباني يمه يوه ورځ دا ځواب به لتاسونه غواړم.

زرلښته حفيظ بشريار

بېرته شاته