سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9924
ټول لیدونکې
1509777

دامريکادوتلوګټي اوزيانونه


2018/19/12

  داچي له امريکاسره دطالبانو خبري دسولي لپاره رواني دي پرې خوښ يم .سوله دافغان ولس دلسګونوکلونوارمان دى .سوله دخوږمنواودرېدلوزړونومرهم دى .سوله سترپيغمبرص خوښه کړې ده .موږدسولي تږي يو .سوله موغوښته اوسوله غواړو .خو همېشنۍ سوله .نه دوهورځنۍ سوله چي بيابه دنيواصلحواونويويرغلګرو له کارولواوماتولوسره لاس اوګرېوان يو .دامريکاله وتلووروسته احتمالي زياونونه .پاکستان به خپل لاس پوڅي ځاى پرځاى کړي او وروسته به يې دهرافغاني پرمختګ په وخت کي تڼۍ ورکېکاږي او پټاوه وي به يې .روسانو ته به ددوهم ځل يرغل زمينه مساعده شي .پاکستان به چين ته ترکوپړي لاس وروکاږي او دروس له ويري به يې افغانستان ته راکشوي. له دې ټولومخکي بين الافغاني نارواجګړه به دواک کدۍ ته وخېژي . پښتواوفارسي ناندرۍ به پيل شي چي ايران لااوس ورته چمتو ناست دى. اودطالبانووحدت به دړي وړي شي په يوسياسي ګوندبه بدل شي چي دانريکااوافغان دولت لوى ارمان هم دى . خوکه دامريکا وتل افغانستان کي ستونځي رامنځ ته کوي يوشمېر ګټي هم لذي لکه: له شپنيو چاپو اوړندوبمباريوبه البته يواځي دامريکا خلاص شو .څوورځي به خوشحالي وکړو.اودطالبانوقوت به ومنل شي .طالبان به دامريکادسترګوخارجوړشي.دطالبانوروانه جګړه به دجهاد په نوم ومنله شي .دافغانانوويني به رنګ راوړي دڅه وخت لپاره .طالبان او ورسره همغږي افغانان به خپلواهدافوته ورسيږي .نوراځودېته چي بايد امريکاووځي کنه .زما نظرخودادى چي امريکا دي په همدې اوسني شکل افغانستان کي نه پاتي کيږي خوپداسي شکل بايد وهم نه وځي چي په دوهم ځل راتلومجبوره شي .امريکادي افغانستان کي پداسي ډول پاتي وي چي دنورو مخ نوي لپاره خنډ وي نه دافغانانو دخپلواکي .امريکا بايد دلته نورداسي واک ونه لري چي ورته ديرغلګروپه سترګه وکتل شي .ا فغانستان کي به افغان حکومت له هغوى داړتياپه وخت مرسته غوښتلاى شي .البته فوځي نه امريکابايد افغانستان کي يوسفارت غوندي ځاى ولري خو دسفارت نه يې بايددعسکروشمېرڅوچنده زيات وي . يونظربل دالرم چي طالبان دي حکومت سره پداسي ډول يوځاى شي لکه څنګه چي امريکا خپل فوځونه له افغانستانه باسي ياني په تدريجي ډول .    جماليار  

اجمل جماليار

بېرته شاته