سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9924
ټول لیدونکې
1509835

له جاسوسۍ تر وژلو؛ د تاریخ تر ټولو بې رحمه ښځې


2018/24/12

  هلن ویټاکر بي بي سي 20 دسمبر 2018 - 29 لیندۍ 1397 په سینما او ادبیاتو کې وژونکې ښځې ځانګړی جذابیت لري، دوی کله ان له خپلو دوښمنانو سره هم یوه بړستن کې څملي او کله له څارګرو ادارو سره هم تار لري. خو دا ډول ښځې ورځني ژوند کې هم شته، دې مطلب کې د تاریخ پنځو ډېرو بې رحمه ښځو ته کتنه شوې ده.   ماتا هاري ۱۹۱۷ -۱۸۷۶ مار ګارټ ګوترود مکلیوډ د خپل وخت نامي نڅاګره وه، ۱۹۰۵ کې د ژوندی نوې لارې غوره کولو مخکې یې له یوه پوځي سره واده کړی او بیا یې یو زوی مړ شوی و. هغې اول نړیوال جنګ کې جاسوسۍ ته مخه کړه. د هغې پر ژوند پر ۱۹۳۱ کال فلم هم جوړ شو. مار ګارټ هالنډ کې زېږېدلې وه، د ماتا هاري په نوم یې میلان او د پاریس اوپرا کې نڅا ته مخه کړه. له شتمنو سره یې ناروا اړیکو هم مشهوره کړې وه. ماتا هاري ډېر سفر کاوه او په دې وجه لومړۍ نړیواله جګړه کې جرمانانو د پیسو بدل کې څارګرۍ ته وګومارله. هغې په خپل لاس څوک ونه وژل، خو ویل کېږي د هڅو له امله یې تر پنځوس زرو سرتېري ووژل شول. فرانسویانو وپېژندله د ۱۹۱۷ کال پرورۍ کې یې ونیوله او د ورپسې کال اکتوبر کې یې ووژله. له مرګ یې یوه پېړۍ تېرېږي، خو د ګنا او بې ګنا توب په هکله یې لا هم کیسې کېږي.   شارلوت کوردي ۱۷۹۳ - ۱۷۶۸ پوره نوم یې ماري ان شارلوت د کوردي و، اشرافه کورنۍ کې زېږېدلې وه. د فرانسې د انقلاب ملاتړو سره یو ځای شوه، د داسې سړي د وژلو هڅه یې وکړه چې ور سره یوه سنګر کې وه. هغې د سلطت له منځه وړونکو انقلابیانو ملاتړ کاوه، خو د تاوتریخوالي مخالفه یې وه. دې د توندلارو انقلابیانو یا ژاکوبنیانو مشر مارا په حمام کې وواژه. هغې په دې پلمه له نوموړي سره د خبرو وخت پیدا کړ چې ویل یې څو خاینان ور پېژني. خو د محکمې په ورځ یې وویل، د زرګونو خلکو د ژوند ساتلو لپاره یې دا کار کړی دی. هغه په ۲۴ کلنۍ کې د قتل په جرم اعدام شو. شي جیانچیایو ۱۹۷۹- ۱۹۰۶ ماتا هاري په خپل لاس څوک نه دی وژلی. انسان وژونکي په بدل نوم مین وي. د شي ګولان په نوم زېږېدلې وه، بدل نوم یې شي جیانچیایو و. جیانچیایو دوه برخې لري: توره او پورته کول. داسې نوم چې د پلار د غچ اخیستلو لپاره یې غوره کړی و. پر ۱۹۲۵ کال د جنګ مشر سون چوانفانګ د هغې د پلار د وژلو امر وکړ. لس کاله وروسته چې دا مشر متقاعد او بودايي دین ته اوښتی و، د عبادت په مهال د شي له خوا ووژل شو. شي ونه تښتېدله، وژلځي کې پاتې شوه، خپل جرم یې ومانه، وروسته یې د رسنیو پام خپل کړ. له جنجالي محکمې وروسته په ۱۹۶۳ کال کې وبښل شوه. پر ۱۹۷۹ کال په خپل مرګ مړه شوه. **** بریګیټ مونهاپټ ۱۹۴۹ بریګیټ مونهاپټ اوس هم ژوندۍ ده. بریګیټ مونهاپټ جرمني کې تر ټولو خطرناک او شري ښځه پېژندل کېده. هغه د سور پوځ فراکسیون غړې وه. هغه تاوتریخوالي کې یې لاس درلود چې د جرمي منی بلل کېږي او په ۱۹۷۷ کال کې پیل شو. سور پوځ په انسان تښتولو، وژنو او بم اېښودلو سره ۷۰ لسیزه کې لوېدیځ المان کې وحشت جوړ کړی و. دوی د ۳۰ وژنو او یوې الوتکې د تښتولو مسوول وبلل شول، دا کارونه یې لوېدیځ جرمني کې د پانګوالۍ سیستم سره د مبارزې په نوم کول. مونهاپټ پر ۱۹۸۲ کال ونیول او په پنځه ځله عمري بند او ۹ وژنو کې د لاس لرلو له امله په ۱۵ کاله بند محکومه شوه. په دې یوه وژنه کې بریګیټ له ډز مخکې یوه بانکوال ته له نږدې یوه ګېډۍ ګلان ور کړي و. سره له د چې هغه له خپل خیانت پښېمانه نه شوه او له چارواکو سره یې همکاري ونه کړه، خو پر ۲۰۰۷ کال په مشروط ډول له بند ازاده شوه. نوموړې اوس هم ژوندۍ ده. پنه لوپه د موساد ماموره وه او مستعار نوم یې اریکا چمبرز و. پنه لوپه د موساد ماموره او اریکا چمبرز سره مشهوره وه. د فلسطیني ډلې- تور سپټمبر- د مشر علي حسن سلامه وژلو کې یې لاس درلود. دې ډلې د ۱۹۷۲ کال اولمپیک کې په مونیخ یا مونشن ښار کې ۱۱ اسراییلي لوبغاړي یرغمل او ووژل. د اسراییل د هغه وخت لومړي وزیر ګلدامیر "د خدای غوسه عملیاتو" امر وکړ. د موساد له غړو یې وغوښتل چې د تور سپټمبر ډلې ټول غړي پیدا او ووژني. سلامه له پنځو بریدونو بج شو، خو پر ۱۹۷۹ کال بیروت کې د خپل کور خوا ته چاونه کې ټپي او بیا مړ شو. د دې بم بټن پنه لوپه کېکاږلی و. هغې د سلامه ګاونډ کې کور کرایه کړی و او لمبا ته به تلله ان ویل کېږي چې له سلامه سره یې ملګرتیا هم پیل کړې وه. له چاودنې وروسته پنه لوپه ورکه شوه او د یوه برتانوي پاسپورټ په ګډون یې ټول اسناد هم په ځای پرېښودل

بېرته شاته